د الشباب ډلې پر ضد د امريکا هوايي بريدونه
۱۳۹۸ دی ۹, دوشنبه
په سوماليا کې د تروريستې ملیشې الشهاب پر ضد هوايي بریدونو له پاره د امريکا په مرسته له بې پيلوټه الوتکو څخه کار اخيستل شوې دې. په افريقا کې د عملیاتو له پاره د متحده ايالاتو د قوماندې مرکز (افریقوم) تائيد کړه چې د موګاديشو له بمي چاودنې وروسته، غچ اخیستونکي بریدونه د ختیځې افريقا د دغه هیواد له حکومت سره همغږي شوي وو.
ټول درې هوايي بريدونه شوي، چې څلور تنه ترهګر پکې وژل شوي دي. د سومالیا د استخباراتي کړيو پر وينا، په دغه وژل شويو کې يو يې د ملیشو لوړ پوړې قوماندان وو. سوماليا په خپله هيڅ کومه بې پيلوټه جنګي الوتکه نه لري، خو د خپلو متحدينو په مرسته دغه وسله کاروي.
په افريقا کې د عملیاتو له پاره د متحده ايالاتو د قوماندې مرکز څخه جنرال ويلیام ګايوله وویل: « په ۲۰۱۰ م کال کې د الشهاب له لومړي بريد راهیسې دغې ډلې په بې رحمۍ سره په سلګونو کسان وژلې دي. نوموړي جنرال زياته کړه: «دوي بريدونه کوي او زموږ افريقايي متحدين وژني.» نوموړي جنرال دغه ډله «يو نړیوال ګواښ» وګاڼه، چې د ده په ګمان په امريکا کې هم د بريدونو کولو پلان لري.
په موګاديشو کې د شنبې په ورځ په بمي بريد کې نږدي ۱۰۰ کسان وژل شوي او په سلګونو کسان ټپيان شوی دي. د عيني شاهدانو د معلوماتو له مخې يو لارۍ موټر، چې پکي چاوديدونکي توکې ځاي پر ځاي شوې وو، د پلټنې پوستې ته نږدي، د گڼې گوڼې په سيمه کې چاودنه وکړه . که څه هم چې چا د دې پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو ګمان کيږې، چې د الشباب جنګې ډله په کي لاس لري. په افريقا کې د الشباب ډله له کلونو راهيسې جګړه کوي. دغه ډله د سوماليا په سويل او مرکز کې په يو شمير سیمو کې واک لري او تل دغه ډول ترهگریز بريدونه تر سره کوي.