«له افغانستانه توغول شوي هاوان په باجوړ کې اووه تنه وژلي»
۱۳۹۸ بهمن ۱۴, دوشنبهد پوليسو يوه سيمه ایز چارواکي گلزاز خان د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې دغه پېښه تائيد کړې او ويلي یې دي: «له افغانستان څخه فاير شوی يو هاوان د فضل غني په نوم د يوه ځايي اوسيدونکي په کور لگېدلی دی. هغه [فضل غني]، ښځه او د کورنۍ نور غړي یې ځای پر ځای وژل شوي دي.» زياته شوې چې په وژل شويو کې درې ښځې، درې ماشومان او د کورنۍ مشر وژل شوی دی. پاکستاني پوليسو ويلي چې هاوان بريد د شکمنو وسله والو له خوا ترسره شوی دی.
دغه هاوان د خيبر پښتونخوا د باجوړ سيمې په باتوار کلي کې لگېدلی دی چې د مرکز ښار څخه کابو ۵۰ کيلومتره لیرې پروت دی. د پولیسو سيمه ايز مشر گلزار خان وويل چې سيمې ته په رسیدو سره یې د کلي له خلکو سره د جسدونو په رايستلو کې مرسته وکړه. هغه زياته کړه: « د هاوان هدف گرځيدلې کور په بشپړه توگه ويجاړ شوی دی.»
د سيمې لوړ پوړي حکومتي چارواکي انوار الحق، بريد د قربانيانو شمیر تائيد کړی او ويلي یې دي چې دغه هاوان د کونړ ولايت څخه فایر شوی دی.
د پاکستان حکومت تیره اوونۍ د تورخم دروازه تر هغه وروسته تړلې وه چې ادعا یي کړې وه له افغانستان څخه د هاوان یوه مرمۍ په پاکستان کې لگیدلې. دغه بريد تلفات نه درلودل.
bs/sr (afp, ap)