د افغانستان او تاتارستان سوداگرو تجارتي تړون لاسلیک کړ
۱۴۰۴ مرداد ۱۶, پنجشنبهپه دا وروستیو کې د روسیې د تاتارستان د جمهوریت د صدراعظم د مرستیال او د صنعت او سوداگرۍ د وزیر اولیگ ولادیمروویچ کوروبچینکو په مشرۍ یوه هیئت کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د ادارې له چاواکو سره یې لیدنه کتنه او خبرې اترې وکړې.
تاتارستان د روسیې د فدراتیف یو له جمهوریتونو څخه دی او پایتخت یې کازان دی.
د طالبانو د صنعت او سوداگرۍ وزارت په ایکس شبکه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې تاتارستاني هیئت په دغه وزارت کې د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې د خونو له مشرانو او همدارنگه د افغانستان له خصوصي سکتور سره یوځای په یوې ناسته کې گډون وکړ.
روسیې یوه میاشت مخکې د طالبانو اداره په رسمیت وپیژندله. دا په داسي حال کې چې د طالبانو له خوا د واک له اخیستلو شاوخوا څلور کاله وروسته، ددغې ډلې اداره د سخت دریځو سیاستونو او د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو وضع کولو له امله، د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه ده پیژندل سوې.
په وینا پاڼه کې راغلي دي چی د طالبانو د صنعت او سوداگرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، د روسیې د فدراتیف له خوا دطالبانو د ادارې په رسمیت پیژندلو څخه مننه کړې او ویلي دي چې د دا ډول ناستو جوړول د دواړو خواوو د تعامل او خصوصي سکتور د گډ کار له پاره ځانگړی اهمیت لري.
په وینا کې راغلي دي چې :«د افغانستان د صنعت او سوداگرۍ د وزارت سرپرست د تاتارستان د جمهوریت له خصوصي سکتور څخه غوښتي چې د افغانستان د کانونو په سکتور، کرهڼه او طبي بوټو کې پانگونه وکړي.»
ددغې اعلامیې له مخې، د تاتارستان د جمهوریت د صدارعظم مرستیال او د صنعت او تجارت وزیر، ددغه جمهوریت د محصولاتو او تولیداتو په هکله د معلوماتو د وړاندي کولو په ترڅ کې د طالبانو هیئت ته بلنه ورکړه چې د اګست پر ۲۶مه د تاتارستان په جمهوریت کې د تیلو له نندارتون څخه لیدنه وکړي.
دغه تاتارستاني چارواکي همدارنگه د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو د خونې له مسؤلینو هم وغوښتل چې د تاتارستان د سوداگرۍ له خونې لیدنه وکړي.
په اعلامیه کې ویل سوي چې د افغانستان او تاتارستان د جمهوریت د خصوصي سکتور د غړو ترمنځ د خوړو، هلیکوپټرو د تولید، د اوبو د مدیریت، د تیلو او گازو، بریښنایی تجهیزاتو، صابون او حفظ الصحې د محصولاتو، ساختماني موادو، او د اوسپنې د ویلي کولو په سکتورونو کې د سوداگریزو غونډو په پایله کې، د تیلو او ساختماني سکتورونو په برخه کې په مجموعي ډول ۱۸۳ ملیون ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک سول.