د اسماعيلیانو پنځوسم رهبر معرفي سو
۱۴۰۳ بهمن ۱۸, پنجشنبهد آغا خان پراختیايي بڼسټ په یوې اعلامیه کي ویلي دي چي رحیم الحسیني، د خپل پلار څلورم آغا خان د وصیت نامې له عام کیدو وروسته نوموړې دنده ترلاسه کړه. کریم آغا خان، د سې شنبې په ورځ د پرتگال په پایتخت لزبن کي وفات سو.
شهزاده رحیم آغا خان، د کریم آغا خان، مشر زوی دی او د امریکا متحده ایالاتو د "بروان" په پوهنتون کي یې تحصیل کړی دی. هغه مخکي له دې د آغا خان د پراختیايي بڼسټ په بېلابېلو څانگو کي د مدیره هیئت غړی وو.
اړوند:شتمن مذهبي مشر، آغاخان د ۸۸ کلنو په عمر ومړ
نوموړی بڼسټ د سرپناوو، روغتیا، زده کړو، او د کلیو د اقتصادي پراختیا په برخه کي فعال دی او ویلي یې دي چي د پراختیايي فعالیتونو له پاره یو میلیارډ ډالري کلنۍ بودیجه لري. د آغا خان بڼسټ د معلوماتو له مخي دغه شبکه د نړۍ په څه د پاسه ۳۰ هیوادونو کي فعالیت لري.
د آغا خان بڼسټ په بېلابېلو څانگو کي د روغتونونو یوه شبکه د نورو ترڅنگ پهافغانستان ، تاجیکستان او بنگله دیش کي جوړه کړې ده، چي د ټولني د تر ټولو بې وزلو قشرونو له پاره معیاري او پرمختللي روغتیايي مراقبتونه وړاندي کوي.
کریم آغا خان د نړۍ د اسماعيلیانو چي د مسلمان شیعه گانو یوه څانگه ده، ۴۹م رهبر وو. هغه د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د فبرورۍ ۵) د ۸۸ کلونو په عمر د پرتگال په پایتخت لزبن کي وفات سو. دملگرو ملتونو عمومي منشي او د نړۍ ځینو مشرانو د کریم آغا خان له کارونو څخه په درناوي سره، د هغه مړینه د خواشینۍ وړ وبلله.