د ایران او اسرائیل ترمنځ شخړه پر افغانستان څه اغیز لرلی شي؟
۱۴۰۴ خرداد ۲۶, دوشنبهکارپوهان په دې باور دي چې د اسرائیل د بریدونو په پایله کې په ایران کې اوسنی کړکیچن وضعیت په دغه هیواد کې افغان کډوال او د افغانستان اقتصاد دواړه اغیزمن کوي.د هرات ولایت سیمه ایزو چارواکو اعلان کړی چې د دغه وضعیت په پایله کې له ایران څخه د تیلو او ګازو واردات ځنډول شوي دي.
«لومړی درجه» اقتصادي شریک
ایران د افغانستان یو له لویو سوداګریزو شریکانو څخه دی، افغانستان د طالبانو له بیا راتلو وروسته د نړیوالو بندیزونو سربیره له نړیوالې بانکي شبکې سره اړیکه نه لري او له اقتصادي بحران سره مخ دی .
د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کلنۍ شمیرې شاوخوا ۳ میلیارده ډالرو ته رسیږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال یونس مومند، دویچه ویلې ته وویل: «د سیمې په کچه افغانستان د ایران لومړی درجه سوداګریز شريکان دی او په څرګنده توګه دا وضیعت کولی شي د افغانستان اقتصاد اغیزمن کړي.»
نوموړي وویل :«د افغانستان د اړتیا وړ د سوند توکو یوه لویه برخه، چې ښه کیفیت لري، له ایران څخه واردیږي، او دا مسله (د اسرائيل او ایران شخړه) ښایې په بیو اغیز وکړي.»
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد نصرالله ستانکزی، هم دې نظر سره همغږی دی، خو وايي چې اقتصاد یوازینۍ برخه نه ده چې زیانمنه به شي.
ستانکزي وویل: «په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې ډیری یې کارګران دي او د خپلو کورنیو اقتصادي ملاتړ لپاره کار کوي. دا په افغانستان منفي اقتصادي اغیزه لري. سربیره پردې، سیاسي او امنیتي وضیعت هم اغیزمنولی شي.»
نوموړي وویل: « د افغانستان او ایران په پولو کې، ترهګرې ډلې ښایي له دې وضعیت څخه ګټه پورته کړي، افراطیت وده کولی شي او سیمه ایز ثبات ممکن له ګواښ سره مخ شي. زه فکر کوم که چیرې شخړه دوام وکړي، نو افغانستان به تر ټولو ډیر اقتصادي زیان سره مخ شي.»
د طالبانو د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې « تر دې دمه له ایران سره د افغانستان پولې او ګمرکونه په عادي ډول فعالیت کوي.»
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال هم دویچه ویله ته وویل: «موږ د توکو د لیږد لپاره د ایران لاره کاروو او بندر عباس زموږ لپاره یو له خورا مهمو او اسانه لارو څخه دی. تر نن ورځې، دا لاره هیڅکله زموږ لپاره تړل شوې نه ده. اوس مهال هم چې زه له تاسې سره خبرې کوم د بندر عباس لاره پرانیستې ده او د موټرو د بارولو پروسه هم روانه ده.»
په افغانستان کې د سوند توکو د بيو لوړېدل
خو د »طلوع نيوز» د يوه رپوټ په حواله په هرات کې سيمه ایزو چارواکو اعلان کړی دی چې د ايران او اسرائيل د شخړې له کبله له ایران څخه د تیلو او ګازو واردات دريدلي دي.
په هرات کې د طالبانو د نفتو او ګازو د رياست تجارتي آمر صديق الله منصور، وويل: «له هغه وخت راهېسې چې د ایران او اسرائيل ترمنځ جګړه پېل شوې ده، هرات ولایت ته د نیمروز د پولې، د فراه ولایت د ۷۸ لویې لارې او د اسلام قلعه بندر له لارې د نفتي موادو او مايع ګاز واردات په بشپړه توګه دريدلي دي. موږ هره ورځ تر دوو زرو ټنو پورې د تیلو او مايع ګازو واردات درلودل خو اوس دغه بهير درېدلی دی.»
په دې رپوټ کې له ایران څخه د وارداتو په بهیر کې د اخلال او مايع ګازو او نفتي موادو بيو ۱۵ سلنه لوړېدو ته اشاره شوې ده د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشر يونس قاضي زاده، له قوله ويل شوي: «موږ د توکو او سوند موادو د تامين نورې لارې لرو. سوداګرو له منځنۍ آسيا څخه د حیرتان، آقينه او تورغنډۍ بندرونو له لارې واردات لرلي او هڅه کوي چې واردات یې ډېر شي. که چېرې د ايران په ساحه کې له مشکلاتو سره مخامخ شو نو د نورو سرحدونو له لارې به د سوند توکو د تامينولو له پاره ګامونه پورته کړو.»
په افغانستان کې د ګازو او تیلو د يوه سوداګر محمد صادق، په حواله په افغانستان کې د اړتيا وړ ګازو کابو ۵۰ سلنه یې د ایران له لارې وارديږي. نوموړي دويچه ویله ته وویل: «د اسرائيل او ایران ترمنځ د شخړو له پېل راهېسې د نفتو په بيو کې کابو ۱۰ سلنه او د ګازو په بيو کې ۲۰ سلنه لوړوالی راغلی دی. اوس هم درې ورځې کېږي چې د ایران او افغانستان ترمنځ ترانزيتي لاره بنده ده. که چېرې دا شخړه دوام پيدا کړي نو د بيو د لوړېدو احتمال شته چې په پایله کې به د خلکو له پاره د ګازو او تیلو رانیول لا پسې ستونزمن شي شي.»
په ایران کې د افغان کډوالو انديښنه
دې نظامي شخړې، په ايران کې میشت افغان کډوال چې پخوا یې هم وضعيت ښه نه وو، لا پسې اندیښمن کړي دي.
په تبعيد کې د افغان خبريالانو د فدراسيون مسئول اميد پويا، چې په ایران کې ژوند کوي، دويچه ویله ته وويل چې پر ایران باندې د اسرائيل د بريدونو له پېل راهېسې يو شمیر کډوال وژل شوي او ټپيان شوي دي.
نوموړي وویل چېد اسرائيل يو توغندی د افغان کډوالو پر يوه کور لګيدلی او هغه یې له خپلې ښځې او اولادونو سره وژلی دی. د ایران حکومت تر اوسه په دې شخړه کې افغان کډوالو ته د رسېدلو تلفاتو په اړه ارقام نه دي خپاره کړي.
افغان خبريالې سارا رحماني چې کورنۍ یې په ایران کې ژوند کوي، دويچه ویله ته په دې اړه وویل: «یو شمیر افغان کډوال چې د جګړې د شرائطو له کبله غواړي بیرته افغانستان ته ستانه شي، نه شي کولی د کور له څښتنانو څخه خپلې پېسې بیرته واخلي. ډیری بانکونه د نغدو پېسو د کمښت په دليل افغانانو ته د پېسو د ورکولو امکانات نه لري.»
نوموړې چې د خپلې کورنۍ له لارې په ایران کې وضعيت څاري، وايي: «په ډېرو مواردو کې د کارو مالکان هم په ایران کې کارکوونکو افغانانو ته د پېسو د ورکړې امکانات نه لري. دا جګړه په ایران کې د میشتو افغانانو له پاره د ډېرو ستونزو د رامنځته کيدو باعث شوې ده.»
د څو لسیزو د دښمنۍ او د اوږدې مودې سړې جګړې وروسته چې په نيابتي ډول او د مخفي عملياتو له لارې پر مخ وړل کیدله، د جمعې په ورځ پر ایران باندې د اسرائيل ناڅاپي بريد د تر دې وخته تر ټولو شديده شخړه پېل کړې ده چې ښايي پر سیمه ډېرې پراخې اغیزې ولري.