د اروپايي اتحاديې دفتر په کابل کي د اوبو د کمښت اندېښنه لري
۱۴۰۴ شهریور ۶, پنجشنبهد اوبو د نړیوالي اونۍ په پای ته رسېدو سره، په افغانستان کي د اروپايي اتحاديې دفتر په دغه هيواد کي د اوبو د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
دغه دفتر زیاته کړه: »د اوبو کمښت، په ځانګړې توګه په کابل کي، یوه لویه اندېښنه ده، ځکه چي د خوړو د خوندیتوب څخه نيولې تر عامې روغتیا پوري هرڅه اغیزمنوي.«
په افغانستان کي وچکالي او د اوبو کمښت کال تر بله خرابېږي. تېره میاشت، د ملګرو ملتونو »هبيتات« سازمان هم په کابل کي د اوبو د کمښت د بحران په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چي په کابل کي د اوبو کچي د پام وړ کمښت شپږ میلیونه خلک له خطر سره مخامخ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت سازمان (فائو) د راپور له مخي چي د دې میاشتي په پیل کې خپور سو، افغانستان د وچکالۍ له امله له یو سخت څو پوړیز بحران سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت سازمان، ساحوي ارزوني ښیي چي د افغانستان شمالي، شمال لوېدیځ او شمال ختیځي سیمي د وچکالۍ له امله تر ټولو زیاتي اغېزمني سوي دي او وضعیت مخ پر خرابېدو او پراخېدو دی.
د اروپايي اتحاديې دفتر په دغه پیغام کي ویلي دي چي له دې ننګوني سره مقابلې ته ژمن دی، او زیاته کړې يې ده چي له خپلو شريکانو سره په افغانستان کي په فعاله توګه د اقلیم بدلون سره د تطابق، کرنې، خوراکي خوندیتوب او د راستنیدونکو او داخلي بې ځایه سویو کسانو پر ملاتړ باندي تمرکز کوي.
په افغانستان کي د اروپايي اتحاديې دفتر وویل: »دا یو ګډ مسؤلیت دی... او غواړو په دې اړه خبري اترې پیل کړو چي موږ ټول څرنګه په ګډه کار کولی سو، ترڅو اوبه په اغیزمنه توګه وکاروو او د راتلونکي نسل له پاره د یوې پايداره راتلونکې جوړول پيل کړو.«
حاضر وخت د کابل یو شمېر اوسېدونکي اړ دي چي د خپلي اړتيا وړ څښاک اوبه له ټانکرونو څخه را ونيسي، ځکه چې څاګاني نور کافي اوبه نه لري او د کابل ډېري برخي د نل اوبه نه لري.