د آلمان په پارلمان کې هم ماسک اجباري شو
۱۳۹۹ مهر ۱۵, سهشنبهد آلمان د پارلمان یا بوندستګ غړي باید د سه شنبې له سهاره ماسک واغوندي. دغه پریکړه د پارلمان رئیس ولفګنګ شویبله وکړه، چې په خبره یې دغه وبا «اوس هم ډیره جدي ده.»
دغه نوي محدودیتونه په داسې یوه وخت کې وضع کیږي چې په پلازمېنه برلین کې په ځینو سیمو کې د کرونا ویروس مثتبې پيښې مخ پر ډیریدو دي. همداشان د آلمان یو شمیر ایالتونه پر خپلو هغو اوسیدونکو د قرنطین دوره تطبیقوي او یا یې د هغې د تطبیقولو ګواښ کړی چې په برلین کې له کرونا څخه اغیزمنو شوو سیمو ته ورغلي دي.
د آلمان د پارلمان د غړو له پاره به دغه مقررات د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ تر ۱۷مې نیټې پر ځای پاتې وي او هغه استازي چې دغه مقررات نه مراعاتوي ښایي تر ۵۰۰۰ یورو جریمه شي. دغه مقررات د پارلمان د ودانۍ په هره خونه کې د تطبیق وړ دي، نه یوازې د مجلس په عمومي تالار کې. استازي يوازې هغه وخت ماسکونه یوازې هغه وخت لېرې کولی شی چې پر څوکیو ناست وي او له یو او بل څخه یې د یو نیم متر واټن ساتل مراعات کړي وي.
هغه استازي چې عمومي تالار ته وینا کوي او همداشان د شویبله په څیر کسان چې د مجلس مشري کوي، د ماسک د لرې کولو اجازه لري.
د آلمان د خبري آژانس د رپوټ له مخې د آلمان د حکومت ډیر شمیر کارکوونکي اوس هم له کورونو کار کوي. د آلمان حکوت تر اوسه د ۴۰۰۰۰ زره کمپیوټرو او نورو تخنیکي وسایلو د رانیولو له پاره ۹۳ میلیونه یورو مصرف کړي دي.
په برلین کې د کرونا ویروس پيښې مخ پر زیاتیدو دي
د آلمان د پارلمان له لوري دغه نوي مقررات په داسې یوه وخت کې وضع شوي دي، چې د برلین څلور اداري ساحې د زیات خطر لرونکو سیمو په توګه درجه بندي شوي دي. په دې معنی چې د اوو ورځو په اوږدو کې د ۱۰۰ زره اوسیدونکو په منځ کې د کرونا مثبتې پيښې تر پنځوسو زیاتي دي. دا هغه میتود دی د آلمان څخه د باندې د خطرناکو سیمو د درجه بندۍ له پاره ترې آلمان استفاده کوي او هغه آلماني اوسیدونکي چې له دغو سیمو راګرځي باید ۱۴ ورځې په قرنطین کې تیرې کړي او یا باید تېست تر سره کړي او وښيې چې په دغه ویروس نه دي اخته.
په داسې حال کې چې د آلمان ایالتونو د پلازمینې برلین څخه د راګرځیدلو کسانو له پاره قرنطین او یا تېست نه دی اجباری کړی، خو د شلیسویګ هولشتاین او نیدر زاکسن ایالتونه د دې ډول بندیزونو د وضع کولو په هڅه کې دي. د شمالي ایالت میکلنبورګ فورپومرن، چارواکو ویلي دي یوازې به په هغه صورت کې اقدام وکړي چې په ټول برلین کې د کرونا د پيښو شمیر له ټاکلې اندازې واوړي.
د آلمان د نارد راین ویستفالن ايالت اوسمهال برلین د زیات خطر لرونکي سیمه په توګه نه درجه بندي کوي.
په آلمان کې د دوشنبې په ورځ د کرونا ویروس ۲۶۰۰ نوې پيښې ثبت شوي دي. د کرونا وبا له پېل راهیسې په آلمان کې په دغه ویروس تر ۳۰۰ زرو زیات کسان اخته شوي دي.
زموږ له آرشیف څخه: