د آلمان په هاناو ښار کې د توکمپالنې د بریدونو د قربانیانو یاد
د آلمان د هسن ایالت په هاناو ښار کې د یوه کال مخکې برید د ۹ قربانیانو یادون وشو. د آلمان د کورنیو چارو وزیري نانسي فیزرهم د آلمان د دولت پر تیروتنو او نیمګړتیاو اعتراف وکړ. د قربانیانو د یادون د مراسمو یو شمیر انځورونه:
د ۲۰۲۰م کال د فیبرورۍ په ۱۹ نېټه یوه ۴۳ کلن آلماني په هاناو کې ۹ تنه داسې کسان ووژل چې د مهاجرت ريښې یي درلودې.
د شنبې په ورځ د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ په یوه ویډیویي پيغام کې ژمنه وکړه چې د ښی اړخي افراطیت پر وړاندې به پریکړنده مبارزه وکړي.د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ په یوه ویډیوي پيغام کې د دغو ۹ تنو قربانیانو نومونه واخیستل او ویې ویل: «تاسې زموږ د هیواد یوه برخه وئ، زموږ یوه برخه.» نوموړي همدارنګه وویل چې د آلمان حکومت به «د نژادپرستۍ او ښې اړخو د ترور پر وړاندې قاطعانه مبارزه وکړي.»
چارواکو دغه برید د ښې اړخي افراطیت او نژادپرستانه انګیزو په توګه طبقه بندي کړل. تر اوسه پورې په دې اړه شکونه موجود دي چې آیا دغه کس یوازې و یا نور پلویان او د جرم شریکان یي هم درلودل.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر وویل: «موږ د قربانیانو کورنیو ته د ټولو سوابقو د بررسۍ په برخه کې پوروړي یوو. ډېري پوښتنې تر اوسه پورې بې ځوابه پاتې دي. موږ به خپلې ټولې هڅې په کار واچوو، څو دغه وحشتناک برید روښانه شي او د قربانیانو کورنۍ د خپلو پوښتنو ځواب ترلاسه کړي.»
په هسن ایالت کې د پارلماني څېړونو کمېټه هم د دې جنایت په هکله تحقیق کوي. مېرمن فایزر د افراطیانو کرکجنو ویناو ته په اشارې سره وویل: «دغه کرکه خپرونکي پوهیږي چې څه کوي. موږ یي باید مخه ونیسو او باید ترې تحقیق وکړو.» نوموړۍ همدارنګه د «فرانکفورتر الګماینه» ورځپاڼه کې له قربانیانو او د دوی له کورنیو سره د لا زیاتې مهربانې غوښتنه وکړه.
د هیسن ایالت لومړي وزیر ولکر بوفیر هم خبرداری ورکړ چې قربانیان باید له یاده و نه ایستل شي. هغه وویل: «دوی ناپيژندل شوي قربانیان نه ول، بلکې داسې کسان ول چې له خپلو هیلو، اندېښنو او خوښیو سره یي خپل نومونه او خپلې کیسې درلودلې.»
د آلمان صدارعظم همدارنګه زیاته کړه چې د دې جنایت سابقه تر اوسه پورې په بشپړه توګه روښانه شوې نه ده «هغه پوښتنې چې تر اوسه بې ځوابه پاتې دي چې باید ځواب شي. موږ د کرکې پر ځای درناوي او د بې اتفاقۍ پر ځای پر پیوستون تکیه کوو.»
د شنبې ورځې تر غرمې وروسته د ښار په مرکز کې د توکمپالنې پر ضد مظاهرې وشوې. د آلمان په نورو ښارونو لکه لایپڅیګ او مونشن کې هم د هاناو د قربانیانو یادون تازه شو. د دغو مظاهرو په څنډه کې د متقابلو تورونو سره مل د پولیس او مظاهره کوونکو ترمنځ اخ و ډب هم رامنځته شو.