د آلمان په دوو وړکتونونو کې د خوګ غوښې د لغوه کیدو جنجال
۱۳۹۸ مرداد ۲, چهارشنبهد آلمان په ختیځ کې پروت د لایپزیګ په ښار کې دوو وړکتونونو پریکړه کړې وه چې له خوراکي مینو څخه د خوګ غوښه او جلاتین لرونکي خوارکي توکي حذف کړي. د وړکتونو تر دغې پریکړې وروسته د دې هیواد په ټولنیزو رسنیو کې سخت انتقادونه د دې سبب شول چې دغه موضوع د رسنیو په سرټکو بدله شي.
په لومړي سر کې د «بیلد» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې په دې هکله یو رپوټ خپور کړی وو او په خپل رپوټ کې یې لیکلي وو چې یادو وړکتونونو د مسلمانو ماشومانو له کبله په دغه اقدام لاس پورې کړی دی. د یادې آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ په حواله، په هغه لیک کې چې د یادو وړکتونونو له لوري د ماشومانو والدینو ته لیږل شوي راغلي: «د بدلون په حال کې نړۍ ته د درناوي له کبله، د جولای میاشتې له ۱۵ نیټې وروسته به [په وړکتون کې] د خوګ (خنځیر) د غوښي پرته خواړه فرمایش او [ماشومانو] ته وړاندې کیږي.»
د یاد ښار د پولیسو ویاند ویلي دي چې په دې برخه کې انتقادونه دومره جدي وو چې د لایپزیک پولیسو پریکړه وکړه چې خپل د ګزمي موټر د یادو وړکتونونو مخې ته ځای پر ځای کړي څو له دوی څخه د «احتمالي خطرونو» پر وړاندې ساتنه وشي.
تر دې پیښې وروسته، د سې شنبې په ماښام د دواړو وړکتونونو مدیرانو بیا ویلي چې د خلکو د غوسې له کبله له خپلې دغه طرحه ځنډوي.
په ټویټر کې د خنځیر د غوښې په نوم هشټګ
د یادې موضوع په هکله د «بیلډ» په نامه د ورځپاڼې دغه رپوټ د آلمان په ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه په ټویټر کې ډیر ژر د #Schweinefleisch یا د خنځیرې د غوښې په هشټګ بدله شوه.
د آلمان په زاکسن ایالت کې د صدراعظمې انګلا میرکل د محافظه پاله ګوند دیموکرات مسیحي یوې څانګې د وړکتونونو دغه پریکړه د خنځیر د غوښې د ممنوعیت په توګه تعبیر کړې او ویلي یې دي چې دغه کار د منلو وړ نه دی.
د آلمان له پاره د بدیل نومي ښي اړخي ګوند استازې بیاتریکس فون شتورش، د رپوټ د دې ټکې په پام کې نیولو سره چې د وړکتون له لوري دغه اقدام د مسلمان ماشومانو له کبله شوی دی، دغه طرح یې د «فرهنګي اطاعت» په توګه تعبیر کړې ده.
نوموړې یوه مشهور آلماني ساسچ ته په اشارې سره ویلي: «فکر وکړئ چې یو آلمانۍ ماشوم [د سعودي عربستان] په ریاض ښار کې د «کُري ورست» په نامه د آلماني ساسچ خوړلو له پاره د خپل حق له پاره مبارزه وکړي او د دې هیواد د ټولنې اکثریت دې ته وهڅوي چې د خوړو خپلې مینوګانې بدلې کړي.»
په برلین کې د سوسیال دیموکراتانو ګوندې استازې سوازان چبلي، چې په خپله یوه مسلمانه ده او فلسطیني ریښه لري په دې هکله وویل: «که چیرته وړکتونونه، ښوونځي او نور سازمانونه د غوښو پر ځاي سبزي او نباتي خواړه [له غوښې پرته خواړه] مصرف کړي، زه له دې کار سره موافقه یم. زه هغه وخت له دې کار سره مخالفت لرم چې وویل شي دغه کار یوازې د مسلمان ماشومانو له پاره شوی دی.»
بې ځایه او بې ګټې بحث
په آلمان کې زیاتره آلماني خواړه په یوه نه یوه ډول د خنځیر له غوښې اخیستل شوي تولیدات لري. د دې هیواد په زیات شمیر وړکتونونو او ښوونځیو کې د هغو ماشومانو او زده کوونکو له پاره چې د دیني او مذهبي او یا هم روغتیايي لاملونو له کبله، د خوړو په برخه کې محدودیت لري، دوی ته بدیل خواړه هم چمتو کیږي. والدین همدا راز کولی شي چې وړکتونونو ته په واضح ډول ووايي چې ماشومان یې کوم خواړه خوري او کوم خواړه باید ورنه کړل شي.
یو شمیر هغو والدینو چې ماشومان یې یادو وړکتونونو ته تلل، ویلي چې دوی د خوړو له مینو ګانو څخه د خنځیر د غوښې له لیرې کیدو سره مشکل نه لري. له دوی څخه د یوې ماشومې مور د آلمان خبري آژانس ته ویلي چې په دې هکله بحث «بې ځایه» دی ځکه چې په خبره یې د هغې څلور کلنه لور په هیڅ صورت په دې نه پوهیږي چې په هغو خوړو کې چې هغې ته ورکول کیږي، د خنځیر یا خوګ غوښه شته او که د دوی د مذهب سره سمه خواړه ورکول کیږي.