د آلمان لس ښکلي زاړه ښارونه
د آلمان تر ټولو ښکلی زوړ ښار کوم يو دی؟ د آلمان يو شمير زاړه ښارونه که هغه د لرگي او يا د خښتو گوتیک او يا د رنسانس معمارۍ په سبک جوړ وي، ډېر ښکلي دي. دلته تاسې ته يو څه ښکلي زاړه ښارونه درپيژنو.
لیوبک
په دې ښار کې قدم وهل بیل خوند لري. مرکز یې د تراوه سیند د دوه څانګو لخوا د ټاپو په څیر محاصره شوی چې اوبه یې د بالتیک بحر په لور روانې دي. سوداګرۍ د منځنۍ دورې په وروستیو کې لیوبیک بډایه کړ او ډیری ودانۍ اوس د دې شاهدي ورکوي چې د دې ښار ځانګړنه څه وه. شاوخوا ۱۸۰۰ ودانۍ د تاریخي ابداتو په لیست کې شاملې شوي دي. دا ښار په ۱۹۸۷ کال کې د یونیسکو نړیوال میراث په توگه اعلان شو.
ویسمار
لیوبیک او ویسمار ډیر سره ورته دي. دواړه د هانزا د تاريخي حوزې ښارګوټي اوبو ته څېرمه پراته دي، که څه هم ویسمار بالتیک بحر سره نيغ په نيغه وصل نه دی. دواړه د یونیسکو نړیوال میراث په لیست کې شامل دي او لیدونکي دې ښارونو کې ډېر بیروبار جوړوي. په ځانګړي توګه په ویسمار کې یو بندر او درې سترې کلیساګانې دي. لکه په انځور کې چې ليدل کیږي له سرو خښتو جوړ کورونه یې په ليدو ارزوي.
کوډلینبورګ
کوډلینبورگ چې په ساکسن انهالټ ایالت کې پروت د یونیسکو سازمان هم قانع کړ چې په خپل معتبر لیست کې ورته ځای ورکړي. له ۱۹۹۴ کال راهیسي یې کلیسا، لرغونې کلا او زوړ ښار ته د یونسکو په نړیوال سازمان کې ځای ورکړل شوی دی. شاوخوا ۱۲۰۰ ودانۍ چې پکې د لرګي چوکاټونه هم کارول شوي او لرغونتیا یې شپږمې پیړۍ ته ورګرځي، د مینځنۍ پیړۍ يوه مجموعه جوړوي چې ځانگړتيا یې په ډبرو فرش شوې کوڅې او میدانونه دي.
ګورلیڅ
د رنسانس، ګوتیک، او باروک معمارۍ درې واړه سبکونه د آلمان د ختيځ په دې ښار کې څنګ په څنګ موندل کیدای شي. د دې ښار متنوع منظرو د هالیوډ ډیری تولید کوونکي ځانته جذب کړي. په دې ښار کې د « Inglourious Basterd»،«Grand Budapest Hotel » او « Goethe» فلمونو ځينې ثبت شوي دي.
فریتزلار
هیسن په لرګي د ډیزاین شويو ودانیو ښار دی چې له ۴۰ زرو څخه ډېر داسې کورونه پکې شته او د ساتلو لپاره یې ډېر کارونه ترسره کېږي. دوی د منځنیو پیړیو هنرمندانو وړتیا تاییدوي چې له لرګیو او خټو څخه یې ودانۍ جوړې کړي او باثباته، پایښت لرونکي او ښکلي جوړې شوې دي. یوه غوره بیلګه یې ددې ښار بازار دی چې په ودانيو کې یې ډېر لرگی کارول شوی دی.
بامبرګ
د ښاروالۍ زړه ودانۍ د بامبرگ د تاريخي زړه او د عکس اخيستو له پاره د ټولو د خوښې وړ ځای دی. دا په ریګنیټز سیند کې په مصنوعي ټاپو کې جوړه شوې ودانۍ ده. دا ودانۍ په بامبرګ کې د ۲۰۰۰ ودانيو په لیست کې شامله ده چې تر حفاظت لاندې دي.. د بامبرگ زوړ ښار په ۱۹۹۳ کال کې د یونیسکو له خوا د نړیوال ميراث په توگه اعلان کړ.
هایدلبیرګ
هايدلبيرگ ښار د نېکار سيند پر غاړه د خپل موقعيت، زړو پلونو، قصرونو او زوړ ښار له کبله له ۱۹مې پيړۍ راهېسې د سیلانيانو د علاقه وړ ځای دی. شاعرانو او فیلسوفانو لکه ګویته، هولډرلین، هاینه او هیګل ددې ښار سره ډېره لیوالتیا لرله. هر کال نږدې ۱۲ ملیونه سیلانیان د دې زاړه ښار له ښکلاو خوند اخلي.
روتنبورگ
په بايرن ايالت کې روتینبرګ د آلمان له زړو ښارونو څخه يو دی. دا ودانۍ ځکه ډېرې کلکې دي چې سیمونه ترې تاو شوي او د لرګو پر تختو ډېزاین شوي دي. د ښار مرکز د منځنۍ پیړۍ په کلونو کې په ښه توګه ساتل شوی او د قدم وهلو ښه ځای دی. دلته د عصري معمارۍ هیڅ نښې نه لیدل کېږي.
پاساو
د ايلز، ان او دانوبه سیندونه په پاساو کې سره یو ځای کیږي. د ان او دانوبه سيندونو يوه سيمه احاطه کړی چې په ۱۷ مه پېړۍ کې د باروک لرغونی ښار پکې رامنځته شوی. دلته ډیری کلیساګانې او خانقاوې شتون لري چې له ډلې یې د سینټ سنت ستيفان کليسا نوم يادولی شو.
فراېبورگ
فراېبورگ ښار چې تور ځنگل سيمې ته څیرمه پروت دی، د ژوند کولو د لوړ کیفیت لپاره پیژندل کیږي. د زاړه ښارپه منځ کې د اوبو لښتي يا کوچنۍ ویالې هم تیریږي . یادې ویالې به ښايي یو وخت د اوبو ایستلو سیسټم برخه وه، خو اوس د ښار په ښکلا کې مرسته کوي.