د آلمان عجيب وغريب هوټلونه
آيا غواړئ يوه شپه په زندان کې تيره کړئ؟ او يا هم په يوه گيلاس کې شپه تيرول څرنگه وي؟ سړی کولی شي د آلمان د دې عجيب وغريب هوټلونو څخه الهام واخلي. دلته د دغه ډول يو څو هوټلونو عکسونه ليدلی شئ:
د آلمان لومړی د ساسیچ هوټل
د فرانکن د ريترزباخ د سيمې په دې هوټل کې هر څه پر ساسيچ راڅرخي. د ديوال کاغذ، د ورمېږ تکيې، هر څه د ساسيچ په ډول جوړ شوي دي. د هوټل په لومړي منزل کې د سرو کړو ساسيچو يو رستورانت او ترڅنگ یې يوه قصابي هم شته چې تازه ساسيچونه پکښې تیاريږي. د هوټل مېلمانه هر ډول ساسيچ چې وغواړي په فرمايش ورته تياريږي.
په زندان کې
پخوا به دلته زندانيان پراته ول، خو اوس هغه چې د جرمي له داستانونو سره علاقه لري، دلته شپې تیروي. د کايزسلاوترن دا پخوانی زندان اوس د الکاتراس په نامه په يوه تفريحي هوټل بدل شوی دی چې ۵۶ د خوب خوني لري. دلته اوس د پخواني زندان نخښې نښانې ليدل کيږي.
د هنري کار په منځ کې شپه تيرول
د دې هوټل هر کوټه له بلې څخه مختلفه ده. که په يوه کې یې مېلمه ته د ملاستي ځای په يوه تابوت کې جوړ شوی، نو په بله کې فرنيچر په چت پورې ځړيدلي دي. تر ټولو عجيبه یې يوه څو بعدي کوټه ده چې ټول ديوالونه یې د هندارو دي. په برلين کې پروت دا هوټل هنرمند لارس شتروشن طرحه کړی دی.
د ريل د ډبو هوټل
له برلين څخه ۶۰ کيلومتره وړاندې په يوتبورگ کې مېلمانه له هغو ريلونو خوند اخيستلای شي چې يو وخت به د آلمان او سايبريا ترمنځ چليدل. د ريل د ډبو دا هوټل د ۲۵ مېلمنو له پاره ځای لري. هره ډبه یې دوه نفري تخت، د کښيناستو ځای او يو تشناب لري.
په صندوق يا بکس کې شپه
دا ښايي د نړۍ تر ټولو کوچنی هوټل وي، البته که سړی ورته هوټل وویلی شي. دا کيمنڅ ښار ته څيرمه په لونڅيناو سيمه کې پروت دی. په ۲۰۰۴م کال کې د جوړ شوي دې هوټل خوني د يوه بکس په شکل دي. هره خونه يو نيم متر بر لري، څه نا څه درې متره اوږدې او دوه متره لوړې دي. دلته شپه په ۱۵ يورو ده.
په ځمکه کې ښخ هوټل
که څوک غواړي چې د Lord of the Rings په نوم مشهور امريکايي فلم سيټ وويني نو اړينه نه ده چې نوي زيلاند ته ولاړ شي. د دغه فلم مينه وال کولی شي د تورنگر والد په سيمه کې د دغه هوټل په کوټو کې چې نيمې په ځمکه کې دي او ډېر آرام د کښيناستو ځای او تشناب هم لري، شپې او ورځې تېرې کړي.
د ليوانو هغه......
تياره خپريږي، ليوان انگولي او تر لېري پورې بل انسان نه ښکاري. که څوک د داسې ماجراو شوقي وي نو بايد په بريمن کې د Tree Inn په نوم دې هوټل کې شپه وکړي. د دووردن د ليوانو د مرکز په منځ کې د ونوو پر تنو ولاړو د هوټل له دې خونو څخه سړی دلته د ليوانو ننداره کولای شي. د هوټل د خونو او ليوانو ترمنځ يو ۵ متره لوړ ښيښه يي ديوال موجود دی.
په تونل کې کټ
دلته د بدرفتو اوبه نه بهيږي. د روهر د سيمې د بوتروپ په پارک هوټل کې مېلمانه له تونلونو څخه په جوړو خونو کې بيديږي. دلته د شپې تيرولو بيه مشخصه نه ده. هر مېلمه چې خوښ يې وي هغومره پيسې ورکوي. هر تونل درې متره اوږد دی او ۱۱.۵ ټنه وزن لري.
د جن په څير په بوتل کې
د واين شرابو د ستر بيلرونو دا هوټل د راين پر غاړه د رودسهايم په واين ښارگوټي کې پروت دی. دا بيلرونه چې ۶۰۰۰ ليتره مايعات پکښې ځايدل اوس په هر يو کې د دوو مېلمنو له پاره ځای شته. خو د ناستې سالون ورسره په څنگ کې جوړ شوی دی.
د روم د پخوانيو جنگيالو په څېر اوسيدل
د Bodensee جهيل ترڅنگ پروت د ارتوس په نوم دا هوټل سړی پخواني وخت ته وړي. د هوټل کوټې لکه د قديم په څېر جوړې شوي دي. د هوټل زېرخانې د ليدو دي او د روم د پخوانيو جنگيالو د وخت مېلمستياوې په يادوي. دلته د پخوا په دود وينځې (ځوانې نجونې) د ميلمنو خدمت کوي.
له يخي او وارو جوړ هوټل
له يخي او واورو جوړ دا هوټل له دسمبر مياشتې نيولې د اپريل تر نيمايي پوري د آلمان په اوبرسدورف سيمه کې د مېلمنو له پاره پرانيستی وي. دلته تر۴۰ مېلمنو پورې په دوه کسیزو او څلور کسيزو خونو کې شپه تيرولی شي.