دوبرینت: د المان د سرحدونو کنترول ته ادامه ورکوو
۱۴۰۴ مرداد ۱۶, پنجشنبهد آلمان د کورنیو چارو وزیر، د پنجشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د اگست ۷مه) په سرحدونو کې د اوسني کنترول له غځیدو خبر ورکړ. دوبرینت د «Table.Today» پودکاست ته وویل: «موږ به د سرحدونو کنترول ته ادامه ورکړو.« هغه وویل چې نه یوازې کنترولونه، بلکه په سرحدونو کی به د سپتمبر له میاشتې څخه د مهاجرو بیرته ستنول هم اجرا سي.»
د سوسیال مسیحي، مسیحي ډیموکراټ او سوسیال ډیموکراټ له گوندونو څخه جوړ دآلمان اوسنی ائتلافي حکومت، د روان کال د مې د میاشتې په اتمه نیټه واک ته له رسیدو لږ وروسته، د دغه هیواد پر بهرنیو پولو خپل کنټرول سخت کړ. دغه اقدام په ځینو گاونډیو هیوادونو کې پراخ انتقادونه راوپارول. آلمان د شینگن د سیمې یوه برخه ده چی باید پرانیستې سرحدونه ولري.
افغانستان او سوریې ته د پناه غوښتونکو اخراج
د معلوماتو په اساس اوسمهال لاډیر اخراجونه تر پلان لاندې دي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر وویل: «موږ په دې هڅه کې یو چې افغانستان او سوریې ته د اخراج لا ډیر پروازونه تنظیم کړو.» هغه زیاته کړې ده چی دا «بشپړ ضروري» ده تر څو ډاډ ترلاسه سي چی مجرمین او هغه کسان چې نه سي کولای په آلمان کې پاته سي او باید هم پاته نه سي، خپلو هیوادونو ته ستانه سي.
د آلمان فدرالي حکومت د جولای د میاشتې په نیمايی کې ۸۱ تنه افغان مجرمین په یوې چارتر سوې الوتکه کې افغانستان ته اخراج کړل. دا د ۲۰۲۱ کال د اگست په نیمايی کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، نوموړي هیواد ته د خپل ډول دوهم پرواز وو.
اړوند:د پناه غوښتني د سیاست د چټک بدلون په اړه د آلمان د نوي حکومت پالیسي
د آلمان د نوي حکومت په ائتلافي تړون کې دا هوکړه سوې وه چې په آلمان کې مجرم او رد شوي پناه غوښتونکي نه یوازې افغانستان بلکې سوریې ته هم اخراج کړي.
په ۲۰۱۱ م کال کې په سوریې کې د کورنۍ جگړې له پیل وروسته، په سلونو زره سوریایان آلمان ته وتښتیدل. حتی د بشارلاسد له راپرځیدو وروسته چې په دغه هیواد کې له کلونو راهیسې په واک کې وو، لا هم د سوریې اوسنی امنیتي وضعیت خطرناک ګڼل کیږي.