«په ټول آلمان کې به پولیس د برقي شارټ پر وسیله سمبال شي»
۱۴۰۴ خرداد ۱۸, یکشنبهد آلمان د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینت، له فونکه رسنیزې ډلې سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې سږکال به پر برقي وسیلو د پولیسو د سمبالولو له پاره یو قانوني چوکات رامنځ ته شي.
نور ولولئ: د آلمان نوی حکومت غواړي د زیانمنونکو افغانانو منلو ته ژمن پاته سي
وزیر د «برقي شارټ» وسیله د پولیسو له پاره په عامه ځایونو کې تاوتريخوالو سره په مقابله کې یوه «مناسبه وسیله» وښوده. دوبرینت ویلي دي چې دغه وسیله به همدارنګه پر پولیسو د سړو وسلو لکه د چاقو په حملو کې له هغوی ښه محافظت وکړي.
دغه برقي وسيلې له ۲ تر ۵ مترو پورې کار کوي چې افرادو ته موقتي برقي شارټي ورکوي، خو استفادې ېې بحثونه راپورته کړي، ځکه کېدای شي د زړه له پاره زیان ولري او په بالقوه توګه د زړه د درېدو او د شخص د مړینې سبب وګرځي.
نور ولولئ: یو ایرانی د الماني پولیسو په ډزو کې وژل شوی
د آلمان د کورنیو چارو وزیر د برقي شارټ وسيلې بحث وروسته له هغې مطرح کړ، چې د آلمان د نیدرزاکسن پولیسو څانګې پر یو ۲۱ کلن تورپوستي سړي تر وژونکو ډزو وروسته، وغوښتل چې پولیس دې پر برقي وسیلو سمبال شي.
یاد سړی په آلمان کې د خصوصي حریم د سختو قوانینو پر اساس، یوازې د هغه پر مختصر نوم، لورنز، یاد شوی. هغه په اپریل میاشت کې په اولدنبورګ کې د پولیسو د یو افسر له خوا څلور ځله په ډزو وویشتل شو.
څارنوالانو ویلي چې دغه آلماني سړي د یو نایټ کلب مخې ته محرک ګاز شيندلي ول چې څو کسان ېې ټپیان کړي ول او بیا د پېښې له ځایه تښتېدلی و.
نور ولولئ: د آلمان پولیسو یوه ښځه وروسته له هغې په ډزو ووژله چې دوه کسان ېې په چاقو ټپیان کړل
کله چې پولیسو هڅه وکړه تر څو دغه تورپوستی سړی ودروي، هغه ظاهراً په ګواښوونکي حالت هغوی ته ورنژدې شو او محرک ګاز ېې پرې وشیندل.
دغې پېښې عمومي غوصه راوپاروله او په ټول آلمان کې د پولیسو او توکمپالنې ضد اعتراضونو سبب واقع شوه.
د شنبې په ورځ ناوخته هم د آلمان پولیسو د آلمان په مونشن ښار کې د ېوې ښځې د نيولو په عملیاتو کې پر هغې ډزې وکړې. دغه ښځه پر چاقو مسلح وه چې دوه کسان ېې پرې ټپیان کړي ول. تر ډزو وروسته هغه روغتون ته انتقال شوه او هلته ېې ساه ورکړه.