د آلمان یوه وزير په رسمي سفرونو کې خپله مېرمن ولې بيوله؟
۱۳۹۹ آبان ۲۵, یکشنبهد «بيلد آم زونتاګ» ورځپاڼې په حواله ګېرتي ميولرـ هورنس د ۲۰۱۷ کال راهيسې په اوو خارجي سفرونو کې له خپل مېړه سره مله وه. دغه سفرونه به د آلمان په ځانګړو حکومتي الوتکو کې تر سره کېدل.
د «بيلد آم زونتاګ» د راپور په حواله په ورته وخت کې د اپوزيسيون ګوندونو د پرمختيايي چارو وياندويانو ته په دغه دوره کې بيا په بهرنيو سفرونو کې د ګډون هيڅ بلنه نه وه ورکړل شوې.
د آلمان د ليبرال دموکرات ګوند د پرمختيايي چارو وياند، کريستوف هوفمن، اوس وويل چې په ټوله حکومتي دوره کې «يوه بلنه هم» نه وه ورکړل شوې.نوموړی وايي چې تل يې د دې يادونه هم کړې ده، خو غبرګون به تل دا وو چې: خبره داسې ده چې هغه (يعنې ميولر) د وزير په توګه کولی شي تعيين کړي چې څوک ورسره سفر کوي. خو د هوفمن نيوکه بيا دا ده چې ميولر د پرمختيايي چارو په نفع پرېکړه نه کوي کله چې په سيستماتيک ډول د پارلمان غړي په بهرنيو سفرونو کې له ځايي معلوماتو څخه محروم شي.
د زرغون ګوند د پرمختيايي چارو وياند، اووه کېکريڅ، ويلي دي چې د ۲۰۱۴ کال راهيسې دی يو وارې هم له وزير ميولر سره په کوم سفر کې مل نه وو. د يادې ورځپاڼې د راپور له مخې ميولر د آلمان د اوسنۍ کابينې له جملې څخه يوازينی وزير دی چې د دې امکان څخه ګټه پورته کوي چې خپله مېرمن له ځانه سره په حکومتي الوتکو کې خارج ته بوځي.