د آلمان د پخواني ولسمشر زوی د چړې په برید کې وژل شوی
۱۳۹۸ آبان ۲۹, چهارشنبهد آلمان پولیسو ویلي چې په برلین کې په یوه روغتون کې د لکچر پرمهال د آلمان د پخواني ولسمشر پر زوی د چړې برید شوی چې په پایله کې یې نوموړی وژل شوی دی. د پولیسو په حواله، دوی د فریتز فون وایڅیکر د قتل په تور یو ۵۷ کلن کس نیولی دی. دغه پیښه پرون د سې شنبې په ماښام په برلین کې د شلوس پارک په نامه په یوه روغتون کې رامنځ ته شوې ده.
د معلوماتو له مخې، د آلمان د پخواني ولسمشر زوی په یاد روغتون کې لکچر ورکوو چې له ګډونوالو څخه یوه کس ورباندې د چړې برید وکړ. په دې پیښه کې یو بل تن چې غوښتل یې د برید مخه ونیسي، شدید ټپی شوی دی. د فریتز فون واېڅېکر د همکارانو د زیاتو هڅو سربیره، نوموړي د پیښې په سیمه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
فریتز فون واېڅېکر چې ۵۹ کلن وو، د آلمان د پخواني ولسمشر ریچارد فون واېڅېکر زوی وو. نوموړي له ۱۹۸۴ څخه تر ۱۹۹۴م کاله پورې د آلمان د ولسمشر دنده پر غاړه لرله چې بیا وروسته په ۲۰۱۵م کال کې ومړ.
AP - AKH - BS