«د آلمان د مهاجرت پر سیاست دې له سره غور وشي»
۱۳۹۷ اردیبهشت ۳۰, یکشنبهد آلمان حکومت اپوزیسیون ګوند (FDP) یا آزاد دیموکرات ګوند وړاندیز کړی دی چې د مهاجرت په اداره کې د موجودو ستونزو او همدارنګه د حکومت د مهاجرت سیاست د څیړلو په خاطر دې باید یو د حقیقت موندنې کمیسیون رامنځته شي.
نوموړی ګوند له ۲۰۱۴ م کال را په دیخوا د حکومت د مهاجرت سیاست، په دغه هیواد کې د مهاجرت د کړکیج د رامنځته کیدو مسئول بولي. (AfD) یا د آلمان له پاره بدیل ښي اړخي ګوند هم دغې طرحې ته شين څراغ ښودلی دی.
د دغه ګوند مشر الکساندر گاولند ویلي دي: «د داسې حقیقت موندنې کمیسیون د تشکیل طرحه به زموږ له مخالفت سره مخامخ نه شي.»
نوموړي زیاته کړه: «موږ ډیر پخوا تر دې چې (AfD) پارلمان ته لاره پیدا کړي دا ډول وړاندیز مطرح کړی وو.»
خو د آزاد دیموکرتانو د ګوند مشر کریستین لیندنر، د آلمان له پاره د بدیل ښي اړخي ګوند سره د همکارۍ په ردولو سره وویل: «(AfD) له موږ سره ډیرې متفاوتې انګیزې لري.»
لیندنر همدارنګه وویل چې (AfD) غواړي چې د مهاجرو د کړکج له مسئلې څخه په خپله ګټه سیاسي استفاده وکړي، خو د هغه په خبره د آلمان آزاد دیموکرات ګوند هڅه کوي چې دا ډول یو وضعیت بیا تکرار نه شي.
د دا ډول کمیسیون د رامنځته کولو له پاره د آلمان د جدي سیاسي لورو ملاتړ ته اړتیا وي. د زرغون ګوند د مهاجرت د سیاست ویاندې لویسي امتسبرگ د "بیلډ ام زونټاتگ" ورځپاڼې ته وویل : « لومړی باید د حقیقت موندنې کمیسیون د مهاجرت ادارې ستونزې ؤ ارزوي، نه دا چې په ۲۰۱۵م کال کې د سرحدي پولو د خلاصولو ادعا.»
د مهاجرت ادارې د ۱۳ سیمه ایزو دفترونو د کار ارزونه
دغه بحثونه د آلمان د مهاجرت په اداره کې د مهاجرو د غوښتنلیکونو د ارزونې په برخه کې د احتمالي فساد په اړه تر اوازو وروسته را پورته شوي دي. په دې وروستیو کې د آلمان د مهاجرت ادارې پر یو سیمه ایز دفتر تور ولګول شو چې ۱۲۰۰ کسانو ته یې د پناهندګۍ حق ورکړی دی، په داسې حال کې چې دوی قانوني شرایط نه وو پوره کړي.
په دې قضیه کې د بریمن ایالت د مهاجرت ادارې پخوانی مشر او پنځه تنه نور په بډو اخیستلو او د پناهندګۍ له بهیر څخه به ناوړه استفادې تورن شوي دي. دغه کسان اوسمهال د څارنوالې له خوا د پښتنو او ګرویږدنو سره مخامخ دي.
د آلمان د مهاجرت اداره غواړي چې د ۱۸ زرو مهاجرو هغه شکمنې دوسیې له سره ؤ ارزوي چې مثبت ځوابونه یې ترلاسه کړي دي. دغه دوسیې له ۲۰۰۰ کال راهیسې د آلمان د بریمن ښار د مهاجرت ادارې له خوا بررسي شوي دي.
د رسنیو د رپوټونو په حواله د مهاجرت ادارې په دې وروستیو کې اعلان کړی دی چې د خپلو ۱۳ نورو سیمه ایزو ادارو کارونه به هم له سره ؤ ارزوي.
ویل شوي دي چې د نورو مرکزونو سره په دغو ادارو کې د پناهندګۍ د دوسیو د ارزونې په برخه کې تفاوتونه موجود دي.
پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: