د آلمان د یووالي ورځ د ټولو پرمخ «خلاصو مسجدونو» ورځ هم ده
۱۴۰۱ مهر ۱۱, دوشنبهاعلان
اقلیمي تغیرات، د انرژۍ کمبود او پایداري: دا هغه مسایل دي چي د اسلامي ټولنو له پاره هم مهمي دي او په دغه ورځ به په تقریباً ټولو مسجدونو کي ورباندي بحثونه وسي.
لکه څنګه چي د کولون ښار د مسجدونو تنظیمونکي کميټې خبر ورکړ، په ګرده جرمني کي تقریباً ۷۴۰ مسجدونه د مسلمانو او غیر مسلمانو لیدونکو پر مخ خلاص پاته سول او د معلوماتونو، بیانیو او پروګرامونو ترڅنګ یې خلګو ته د داوطلبانه کارونو د سرته رسولو دعوت هم ورکړ. په داوطلبانه کارونو کي تر ټولو ډیر بیا د کولون ښار د دیتیب او برلین د سهیتلیک مسجدونو برخه درلوده.