د آلمان د استخباراتو مشر: د بهرنيانو د تعقیب شواهد نه شته
۱۳۹۷ شهریور ۱۶, جمعهد آلمان د «بيلد» په نوم ورځپاڼي د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ چې د دغه هیواد د کورنيو استخباراتو ادارې مشر هنس جورج ماسین، په دې اړه شک څرګند کړی دی چې ښايي د کیمنيڅ د مظاهرو پر مهال دې ښې اړخو په داسې کسانو پسې منډې وهلې وي چې آلمانان نه ښکاري.
د آلمان په کیمنيڅ ښار کې د اګست پر ۲۶مه نیټه د ښی اړخو مظاهرې تر هغه وروسته پیل شوې چې یو ۳۵ کلن آلمانی په جړې ووژل شو. تر دې لږ وروسته بیا نورو کسانو د ښی اړخو د مظاهرو پر ضد په اعتراضونو لاس پورې کړ.
ماسین، د هغې ویدیو په اړه چې په ټولنیزو رسنیو کې ډیره خپره شوې ده او ښيي چې ښی اړخي مظاهره کوونکو داسې کسان تعقیبوي چې په اصطیلاح آلمانان نه ښکاري، وویل: «داسې شواهد نه شته چې وښيي چې د دغې شکمنې پیښې خپریدونکې ویدیو دې د اعتماد وړ وي.»
ماسین د بیلد ورځپاڼې ته ویلي دي چې د اساسي قانون د ساتنې اداره چې د آلمان کورنۍ استخباراتي اداره بلل کیږي، داسې کوم د اعتماد وړ معلومات په لاس کې نه لري چې وښيي دغه ډول تعقیبونه په اصل کې شوې دي.
هغه زیاته کړې ده: «داسې شواهد شته چې سړی باور وکړي چې دا د ناسمو معلوماتو د رسولو قصدي هڅه ده، ښايي په دې خاطر چې د کیمنيڅ د خلکو پام له قتل څخه واړوي.»
په وروستیو وختونو کې پر ماسین باندي د آلمان له پاره بدیل ګوند له غړو سره د هغه د لیدنو له کبله نیوکې شوې دي. د آلمان له پاره د بدیل ګوند یوه پخواني غړي خو آن ادعا کړې ده چې ماسین په یوه غونډه کې د دې ګوند پخواني مشر ته د آلمان د کورنۍ استخباراتي ادارې له څار څخه د ځان بېچولو په موخه مشورې ورکړي دي.
له بلې خوا د زاکسن ایالت لومړي وزیر میکایل کرتشمر، هم ادعا کړې ده چې په کیمنيڅ کې د ښی اړخو مظاهرې د دې لامل نه دي شوي چې خلک دې په ډله ایز ډول مهاجر تعقیب کړي.
خو د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، د هغو کسانو په ډله کې ده چې دغه ویدیو هدفي زورونه بولي. میرکل وویل: «موږ داسې ویدیويي انځورونه لرو چې ښيي هدفي زوروني شوي، بلوا شوې او دا چې پر سړکونو کرکه موجوده وه. دا هر څه زموږ د قانون په حاکمیت کې ځای نه لري.»