د آلمان حکومت د «آلمان د پاچاهۍ» ښي اړخې ډله منع اعلان کړه
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۳, سهشنبهد جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت، د «آلمان پاچاهۍ» په نوم ټولنه منع اعلان کړه.
ياد وزارت د سې شنبې په سهار (۲۰۲۵م کال د می ۱۳) په برلین کي څرگنده کړه چي «د رایش د اتباعو» د دې سترې ټولنې هدف او فعاليتونه د جرمي د قوانینو خلاف او د اساسي قانون د نظم او همدارنگه د "نړیوال تفاهم" د مفکورې پر ضد وو". لویې څارنوالۍ څلور کسان نیولي دي.
دوبرینت، څرگنده کړه چي د نوموړې ټولنې غړو د «خپلو یهودیت ضد توطيو د نظريو له لارې د پاچاهۍادعا تقويه کوله« او اقتصادي جرمي جوړښتونه رامنځته کړي دي. د نوموړي وزارت په وینا، دغه بندیزپر يو شمیر فرعي ټولنو هم صدق کوي . د نوموړي سازمان د خپلو څرگندونو له مخې، د "آلمان پاچاهۍ" ډله له ۶۰۰۰ کسانو څخه جوړه سوې ده.
د دغه وزارت په وینا، د سهار وختي له پیل راهیسې په اوو فدرالي ایالتونو کې په سلګونو ځواکونو د نوموړې ټولنې د مخکښو غړو ملکیتونه او اپارتمانونه وپلټل.
په باډن-وورتمبرګ، نیدر زاکسن، نورد راین ويستفالن، راینهالد فالز، زاکسن، زاکسن انهالت او تورینگن په سیمو کې د دغو چاپو هدف دا وو چې د نوموړې ټولنې شتمني او "د اساسي قانون ضد اهدافو او فعالیتونو« په هکله شواهد ضبط کړي.
د لویې څارنوالۍ د دفتر په وینا، د آلمان د جنایی پولیسو د دفتر چارواکو د راینلنډ فالز په سیمه، منځني زاکسن، زاکسن او د براندنبورگ په اوډر ام شپرې ښار کې د عدالت په محکمه کې د یوه تحقیق کوونکي قاضي له خوا د څلورو کسانو د نیول کیدو امر صادر سوی دی. سربیره پردې، د سویس په سولوتورن کې د کانټونل پولیس د یو بل شکمن کس اپارتمان هم تلاشي کړی دی.
دغه وزارت اعلان کړی چې "د جرمني پاچاهۍ" په نوم ټولنې بڼسټ په ۲۰۱۲ کال کې په ویټنبرګ کې د پیټر ایف له خوا کښیودل سو، چې "ستر واکمن" بلل کیده.
اوسمهال دغه ټولنه په آلمان کې د په اصطلاح رایش او خپلسرو حاکمانو د اتباعو په ډله کې د غړو د شمیر له پلوه تر ټولو لویه ټولنه بلل کیږي چې د آلمان له فدرالي حکومت له موجودیت څخه انکار کوي او حقوقي نظام ردوي.
دغو غړو همدارنگه د آلمان د فدرالي جمهوريت انحصار هم رد کړی او د آلمان دولتي ادارې او نور هیوادونه یې د شیطاني ځواکونو له خوا تر نفوذ لاندي یا د یهودي قبیلو له خوا کنټرول سوي په توگه ننگولي دي.
ډوبرینډټ ټینګار وکړ: "دا زموږ په اساسي قانون کې نه سي زغمل کیدای." "موږ به د هغو کسانو په وړاندې پرېکړنده اقدام وکړو چې زموږ پر آزاد ډیموکراتیک اساسي نظم باندي برید کوي."