د آلمان او اتريش وزيران د مهاجرت په اړه اردن ته سفر کوي
۱۴۰۴ فروردین ۶, چهارشنبهد آلمان د کورنیو چارو سرپرستې وزیري نانسي فیزر، د یوې لیدنې کتنې له پاره اردن ته خپل سفر پیل کړی ، ترڅو له حکومتي استازو سره د تیښتې،مهاجرت او امنیتي مسائلو په هکله خبرې وکړي. له هغې سره په دغه سفر کي د اتریش د کورنیو چارو وزیر گیرهارد کارنر، هم ملگری دی.
په پایتخت عمان کي پس له غرمې د اردن د کورنیو چارو له وزیر مسین الفراج، او بهرنیو چارو وزیر ایمن صفادي، سره یوه لیدنه کتنه پلان سوې ده.
اړوند:د غزې په اړه د ترمپ د طرحي د تعدیل له پاره د امریکا د حکومت هڅې
د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ، د فبرورۍ مياشتي په پیل کي په غزې تراډه کي د شاوخوا ۱،۹ میلیونو فلسطینیانو په اړه خپلو افراطي پلانونو سره د خبرونو سرټکی وگرځید. نوموړي وړاندیز وکړ چي ساحلي تراډې به چي تر ډیره ځایه له اسرائیل سره په جگړه کي ویجاړې سوې، له اقتصادي پلوه پراختیا ومومي او د هغې اوسیدونکو ته دي په گاونډیو هیوادونو لکه اردن او یا مصر کي ځای ورکول سي.
د اردن پادشاه دوهم عبدالله، د فبرورۍ مياشتي پر ۱۱ په سپینه ماڼۍ کي د یوه ملاقات په ترڅ کي دغه ډول وړاندیزونه په کلکه رد کړل.
د حکومت د اټکلونو له مخې اردن له ۲۰۱۱ کال راهیسي په سوریه کي د کورنۍ جگړې په ترڅ کي شاوخوا ۱،۳ میلیونه کډوال له دغه گاونډي هیواد څخه منلي دي. د اردن د کورنیو چارو وزیر د مارچ مياشتي په پیل کي خبر ورکړ چي د اسد حکومت له راپرځیدو راهیسې په ډسمبر میاشت کي څه ناڅه ۴۴ زره سوریایي مهاجر په دا وطلبانه ډول له اردن څخه بیرته خپل ټاټوبي ته ستانه سوي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیري انالینا بیربوک، او د پراختیايي چارو وزیرې سوینیا شولڅ، تیره اونۍ په بروکسل کي د یوه بسپنه ورکوونکي کنفرانس په ترڅ کي د ۳۰۰ ميلیونه یورو اضافي پیسو ژمنه وکړه، ترڅو په سوریه کې له خلکو او په ګاونډیو هیوادونو کې له سوریایي کډوالو سره مرسته او همدارنگه د مدني ټولنې او تعلیمي سیسټم ملاتړ وکړي.
همدارنگه به دغه پیسې له سوریايي کډوالو او په اردن، لبنان، عراق او ترکیې کې له کوربه ټولنو سره د مرستې له پاره هم وکارول سي.