خلیلزاد: افغانستان ته د داعش غړو د انتقال له امله اندېښمن یم
۱۴۰۴ فروردین ۲۷, چهارشنبهله پاکستان څخه د افغان مهاجرو د اخراج د تازه لړۍ له پیل سره سم، د افغانستان د سولي په چارو کي د امریکا متحده ایالاتو پخواني استازي زلمي خلیلزاد، د ایکس په شبکه کي د یوه پیغام په خپرولو سره، افغانستان ته د پاکستان له خوا د مهاجرو په جامه کي د داعش ډلي د غړو د ممکنه انتقال په هکله خپله اندېښنه ښودلې ده.
هغه لیکلي دي: «باخبره کسان ماته وايي چي له دې امله اندېښمن دي چي امکان لري په پاکستان کي یوه اداره د افغان مهاجرو له اخراج څخه، افغانستان ته د داعش د ترهگرو د استولو له پاره د یوه پوښښ په توگه کار واخلي. زه هم همدا اندېښنه لرم.» پاکستان تر اوسه پوري په دې اړه څرگندوني نه دي کړي.
اړوند:خلیلزاد: پاکستان له افغان سیاسي څیرو د ابزارو په توګه ګټې اخیستنې هڅه کوي
مخکي له دې د طالبانو ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد، ویلي وه چي د داعش ډلې د خراسان څانگې مشران او پاته غړي، د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته، بلوچستان او خیبر پښتونخواه ته انتقال سوي دي او هلته مرکزونه او تعلیمي کمپونه لري.
د طالبانو ځینو نورو چارواکو هم ټینگار کړی وو چي د داعش مشران په افغانستان کي تر سرکوبه کیدو وروسته، د پاکستان بلوچستان ته انتقال سوي دي.
د افغانستان پخواني حکومت په وار وار پاکستان د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په تمویل، تجهیز او ملاتړ تورکړی وو، خو پاکستان تل د ترهګرو ډلو د ملاتړ تورونه رد کړي او ځان یې د ترهګرۍ قرباني بللی دی.
په افغانستان کي واک ته دطالبانو له رسیدو وروسته، په دغه هیواد کي د داعش ډلي د خراسان څانگې بریدونه ډیر سوي دي.