حوثیانو په یمن کې له برید وروسته د م.م کارکوونکي تښتولي
۱۴۰۴ شهریور ۱۰, دوشنبهپه یمن کې حوثي ملیشو د ملگرو ملتونو د دوو مرستندویه سازمانونو پر دفترونو برید وکړ او ډیری کارکوونکي یې وتښتول. ویل کیږي چې یاغیانو د خوراک نړیوال پروگرام (WFP) او د کوچنیانو د ملاتړ ادارې UNICEF دفترونه اشغال کړل او له هغه وروسته یې ډېر کارکوونکي یوه نامعلوم ځای ته وتښتول.
ملگري ملتونه د تښتول سوو کسانو د آزادیدو غوښتنه کوي
د یمن له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي، هانس گروندبیرگ «د ملگرو ملتونو د کارکوونکو پر خپل سر نیول کیدل او همدارنگه د ملگرو ملتونو دفترونو ته په زورزیاتي سره ننوتل او د ملگرو ملتو د ملکیت ضبطول» وغندل. نوموړي د ملگرو ملتونو د لږترلږه ۱۱ کارکوونکو له نیول کیدو څخه خبره وکړه.
اړوند:حوثيان څوک دي او کوم هدفونه لري؟
گروند بیرگ، له دغو ملیشو څخه وغوښتل چې «د ملگرو ملتونو ټول کارکوونکي او همدارنگه د غیر دولتي ملي او بین المللي سازمانونو، په مدني ټولنو پورې تړلو سازمانونو او ډیپلوماټیک استازي سمدستي او پرته له قید و شرط څخه آزاد کړي.»
همدارنگه د ملگرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو گوتیریش هم د حوثي یاغیانو له خوا د مرستندویه سازمانونو پر دفترونو یرغل او د ملگرو ملتونو د کارکوونکو نیول کیدل وغندل. گوتیريش د نیول سوو کسانو د سمدستي آزادولو غوښتنه کړې ده.
حوثیانو، اسرائیل یو وار بیا په بریدونو گواښلی
د یکشنبې په ورځ حوثيانو د اسرائیل له خوا د هوايي بریونو په نتیجه کې، د خپل لومړي وزير احمد ال راهیوي، او ډېرو نورو وزیرانو وژنه تائید کړه.
د حوثیانو رهبر عبدل مالک ال حوثي، څرگنده کړه چې دغه ملیشې به د خپل لومړي وزير تر وژل کیدو وروسته هم د اسرائیل پر وړاندې جگړې ته ادامه ورکړي. په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو سره بریدونه ادامه لري، همدارنگه «سمندري محاصره » هم.
حوثیانو د یمن پایتخت صنعا په ۲۰۱۴م کال کې نیولی او په دې ترڅ کې د نوموړي هیواد ډیره برخه تر خپل کنترول لاندي لري. د ۲۰۲۴م کال له جون مياشتي راهیسي د ایران په ملاتړ دغه ملیشې د ملگرو ملتونو او بشري مرستو د بڼسټونو ډېر کارکوونکي په بند کې ساتلي دي.
په فبرورۍ میاشت کې د خوراک نړیوال سازمان یوه کارکوونکي د حوثیانو په زندان کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. ملگري ملتونه د یمن په ځینو برخو کې په فعالیت بوخت ول.
په نړیواله سطحه په رسمیت نه دي پیژندل سوي
یمن د عربي نیمه ټاپو تر ټولو بې وزله هیواد دی. په تیرو کلونو کې هلته داخلي جنگونه روان وه چې بشري ناورین یې له ځانه سره درلود.
دغه ملیشې د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې د غزې د جگړې له پیل راهیسي، په تیره بیا سره سمندرگي کې د اسرائیل سره د تړاو په تور بیړیو او همدارنگه پر خپله اسرائیل باندې بریدونه ترسره کوي.
ټاکل سوی هدف د فلسطینانو او په غزه کې د سخت دریځه اسلامپاله حماس ملاتړ کول دي. حماس د آلمان په گډون د ډیریو هیوادونو له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه طبقه بندي سوی دی. د حوثيانو حکومت په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پیژندل سوی.