حوثيان څوک دي او کوم هدفونه لري؟
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۵, دوشنبههغوی ځان داسې بې تفاوته ښيي چې اغیزمن شوي نه دي: په سره سمندر کې یې پرنړیوالو بیړیو بریدونه پر اډو د امریکا متحده ایالاتو سخت هوایی بریدونه راوپارول. خو بیا هم د حوثي سختدریځې اسلامپاله ملیشو د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د می ۴) تل ابیب ته نیژدې د بن ګوریون هوایي ډګر تر برید لاندي راووست. یو توغندی نیژدې ؤ چې د هوایی ډګر پر ساحې ولګيږي. اته کسان زخمیان سول. اسرائیل د غچ اخیستنې ګواښ کړی دی.
د یمن له شمال څخه قبایلي ټولنې
حوثیان له سعودي عربستان سره په سرحد کې د یمن د شمالي برخې له یوې غرنۍ سیمې څخه په یوې قبایلې ټولنې پورې اړه پیدا کوي. ویل کیږي چې د شعيه ګانو له زيديه څانګې سره تړاو لري. له نورو شیعه گانو څخه په توپیر سره زیدیان د امام مهدي پر بیرته راتگ باور نه لري. خو له شیعه اسلام سره د حوثیانو تړاو له ایران سره د هغوی د ښو اړیکو له پاره یو مهم اساس دی، کوم چې ځان د اسرائيل ضد سیمه ایز محور مشر او په سیمه کې د شیعه گانو د گټو استازی بولي.
په یمن کې زیدیان د نفوس پوره یو پر دریمه برخه جوړوي. د حوثيانو د غورځنګ تاریخ د یوې سیاسي او بیا وروسته پوځي ډلې په توګه ۱۹۹۰ مې لسیزې ته ورګرځي. د هغوی مخکینۍ اداره په ۱۹۹۴ کال کې د یمن د پخواني پارلمان غړي حسین بدرالدین الحوثي، لخوا تاسیس سوه چې د هغه وخت د ولسمشر علي عبدالله صالح، د پالیسیو مخالفت یې کاوه.
حوثیان او کورنۍ جگړه
په ۲۰۱۱ م کال کې په اصطلاح له عربي پسرلي راهیسې حوثیانو، په صنعا کې پر مرکزي حکومت باندي تور لگوي چې زیدیان څنډې ته پورې وهي او د هغوی حقونه تر پښو لاندي کوي. په عین حال کې حکومت، اسرائیل او امریکا متحده ایالاتو ته پر نیژدیوالي هم تورنوي. د دغو تورونو له مخې حوثیانو په ۲۰۱۴ م کال کې د هغه وخت د ولسمشر، عبد ربه منصور هادي، د حکومت پر ضد راپورته سول. هغه یوازې د سعودي عربستان په مشرۍ د نړیوال پوځي اتحاد په برکت پر خپل مقام کې پاته سوو. دغه اتحاد له ۲۰۱۵ کال راهیسې د حوثیانو پر وړاندې جګړه کوي - خو تر اوسه یې کومه بریا نه ده ترلاسه کړې.
د سعودي عربستان په ملاتړ دغه حکومت که څه هم د هیواد ډیره برخه کنترولوي، خو حوثیان د نوموړي هیواد د پایتخت صنعا په گډون په شمال لویدیځ کې پرتو ډیرو سیمو باندي واکمن دي. ایران په دې برخه کې د هغوی ملاتړ کوي. له همدې کبله د یمن کورنۍ جگړې ته د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د نیابتي جگړې په سترگه کتل کیږي. حوثیان داسي ټانکونه، لارښود توغندي او راکټونه په اختیار کې لري چې د خپلو ادعاوو له مخې یې په عمومي توگه له موجوده منظم پوځ څخه نیولي دي. ددغې جگړې له امله یمن له یوه ستر بشري ناورین سره مخامخ سوی دی.
د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل پرضد
د حوثیانو ایډیالوژیکي مفکوره لا دمخه د دوی له دغه شعار څخه اخیستل کیدی سي: "خدای لوی دی، مرګ پر امریکا، مرګ پراسراییل ، لعنت پر یهودانو، او بریا د اسلام له پاره." دوی په خپله سیمه کې یو سخت مذهبي نظم رامنځته کړی دی. دوی مذهبي اورپکۍ د لویدیځ ضد او اسراییل ضد سخت دریځو سره یوځای کوي. حوثیان د ځان له پاره د "انصار الله" (د خدای مرسته کوونکی، د خدای ملاتړی) نوم کاروي چې همدغه روحیه منعکسوي.
اړوند:ټرمپ: حوثیان نور زمونږ پر بیړیو د برید کولو توان نه لري
په ۱۹۹۰ کال کې د یمن له بیا یوځای کېدو راهیسې، د یمن حکومتونو تر ډیره ځایه په ښکاره ډول فلسطین پلوی دريځ غوره کړی. خو، حوثیانو یو ځل بیا دغه اساسي چلند په ښکاره ډول راډیکال کړی دی. دا په دې مانا هم ده چې دوی د خلکو په منځ کې له ډیرې خواخوږۍ سره مخامخ دي.
حوثیان په غزه کې د جگړې مسؤلیت یوازې د اسراییل پر غاړه اچوي - په داسي حال کې چې د حماس له خوا چې په جرمني، اروپايي ټولنې، امریکا او نورو هیوادونو کې د ترهګریز سازمان په توګه طبقه بندي سوی و، د اکتوبر پر ۷مه نیټه پر اسراییلو خونړی برید وسو، چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل. له هغه وخت راهیسې،حوثیانو په وار وار د حماس په ملاتړ په سره سمندر کې پر نړیوالو کښتیو بریدونه ترسره کړي دي. هغوی په یمن کې د نړیوالو سازمانونو لکه ملګرو ملتونو (UN) په وړاندې هم عمل کوي، چې ځینې کارمندان یې تښتولي دي.
له ایران سره نیژدې اړیکې
حوثیان له خپل اسرائیل او لویدیځ ضد دریځ سره، د ایران د حکومت طبیعي متحدین دي. د برلین د نړیوالو او امنیتي چارو انسټیټیوټ (SWP) سیاسي کار پوه حمیدرضا عزیزي، له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې څرگندوي چې دوی له اوږدې مودې راهیسې د اسرائيل او امریکا په وړاندې د "مقاومت د محور" برخه وه، چې د ایران له خوا پیل سوې وه او پکښې د لبنان حزب الله، مختلف عراقي ملیشې او د سوریې رژیم هم شامل دی. خو، حوثیانو له نورو ایراني ملګرو څخه توپیر درلود. عزیزي وايي، له یوې خوا، دوی د لبنان د حزب الله په پرتله پر تهران لږ تکیه کوي، او له بلې خوا، دوی په مستقیم ډول د ایران د قوماندې او کنټرول د سیسټم تابع نه دي.
اړوند:امریکا: ایران پر تجارتي کښتیو د حوثیانو په بریدونو کې اساسي نقش لري
په تهران کې حکومت څرگنده کړې چې هغوی له دغې ډلې څخه فقط له سیاسي پلوه ملاتړ کوي او وسلې نه ورکوي. خو دا چې څرګندونې دې سمې وي، په اړه یې ډېر شکونه موجود دي. په تېره لسیزه کې، د امریکا پوځ، له خپلو متحدینو سره یوځای، لږ تر لږه ۲۰ ایرانۍ کښتۍ چې په توغندیو، د توغندیو په پرزو، کروز توغندیو، ډرونونو، زرګونو بریدګرو ټوپکونو او نورو پوځي تجهیزاتو بار وې، او په ښکاره ډول د حوثیانو له پاره په نظر کی نیول سوي وې، نیولي دي.