حماس ته د یرغمل سويو د آزادیدو له پاره د نتانیاهو ضرب الاجل
۱۴۰۳ بهمن ۲۴, چهارشنبهد اسرائیل صدراعظم، بنیامین نتانیاهو د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د فبرورۍ ۱۱) د حماس ډلې ته یو ضرب الاجل وټاکه، ترڅو اسرائیلي یرغمل سوي آزاد کړي. نوموړي په یوه ویډیویی پیغام کې اعلان وکړ، که یرغمل سوي د شنبې د ورځې (فبرورۍ ۱۵ مه) تر ماسپښينه آزاد نه سي، نو اوربند به پای ته ورسیږي.
نتانیاهو ټینگار وکړ چې په دې صورت کې به د اسرائیل پوځ یو وار بیا تر هغو پورې چې حماس په بشپړ ډول ماته نه وي خوړلې، سختې جگړې ته مخه کړي.
اړوند:ټرمپ: که یرغمل شوي آزاد نه شي د اور بند موافقه باید لغوه شي
د حماس ترهګرې ډلې یوه ورځ مخکې اعلان وکړ چې د اسرائیل د یرغملو بله ډله چې باید د شنبې په ورځ ( فبرورۍ ۱۵ مه) آزاده سوې وای ، تر نامحدود وخت پوري ځنډوي. د حماس ویاند، ابو عبیده د دغه اقدام دلیل «د اوربند هوکړې ته د اسرائیلو نه پابندي» بللی دی.
د آلمان د خارجه وزیره د اوربند غوښتونکې سوه
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې، انا لینا بیربوک د اسرائیل او امریکا متحده ایالاتو په گډون له ټولو ښکیلو خواوو وغوښتل چې اوربند وساتي. هغې د «بلواسکای» په پلټفورم کی ولیکل :«په اوس وخت کې اوربند له سخت ګواښ سره مخامخ دی. دا به بې مسوولیتي وي چې حماس دغه هوکړه له خطر سره مخامخ کړي.»
اړوند:ترمپ له نتانیاهو سره له لیدني مخکې؛ د غزې د اوربند له پاره هیڅ ضمانت نسته
بیربوک همدارنگه اسرائيل او امریکا ته په خطاب کې وویل: «اسرائيل او متحده ایالات باید دوهم پړاو ته د ننوتو او رښتینې سولې ته د رسیدو له پاره خپلې ټولې هلې ځلې وکړي.»
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د څه د پاسه ۲۰ اسرائیلي یرغمل سوو کسانو له آزادیدو څخه د هرکلي په ترڅ کی ټینگار وکړ چې «لاهم د آلماني یرغملو په گډون د نورو پاتو یرغمل سوو په هکله اندیښمن یو.»
د یرغمل سويو د آزادیدو له پاره د ملگرو ملتو د سازمان د عمومي منشي غوښتنه
د ملگرو ملتو د سازمان عمومي منشي، انتونیو گوتیریش هم له حماسه وغوښتل چې له هوکړې سره سم دي لا ډیر یرغمل سوي د شنبې په ورځ آزاد کړي.
نوموړي خبرداری ورکړ:«موږ باید په هر قیمت چې وي، د غزې په تراډه کې د نښتو له بیا رامنځته کیدو څخه مخنیوی وکړو، دا ځکه چې دغه کار به د یوه نه جبران کیدونکي ناورین سبب سي.»
گوتیریش له ښکیلو خواوو وغوښتل چې د اوربند په چوکاټ ګې خپلو ژمنو ته پابند پاته سي او په دوحه کې دي ددغې هوکړې د دوهم پړاو پرسر خبرې اترې له سره پیل کړي.