جمو: د ځمکې ښوېدنې په پېښه کې ۳۰ کسان مړه شوي
۱۴۰۴ شهریور ۵, چهارشنبهپه داسې حال کې چې د هندوستان په جمو کشمیر علاقه کې درانه ورښتونه شوي، د هواپېژندنې ادارې په لداخ غرنۍ سیمه کې د دوړو او رعد و برق لرونکي توپان وړاندوینه کړې ده.
د اې ان آی خبري آژانس د رپوټ پر اساس، په جمو سیمې کې ځمکه ښویدنه د سه شنبې په ورځ د وشنو ديوي په نوم یوه زیارت ته پر غځېدلې لاره شوې ده چې په کې ۳۰ کسان مړه شوي دي.
ایالتي وزیر عمر عبدالله وویل چې د ځمکې ښوېدنې له کبله مخابراتي خدمات «تقریقاً په نشت کې حسابيږي» او چارواکي هڅه کوي چې بېرته یې احیا کړي.
دغه پېښه په داسې وخت کې شوې چې تېره اوونۍ د هندوستان په هیمالیا سیمه کې سختو ورښتونو کې ۶۰ کسان مړه او د هندي کشمیر اړوند په کشتواړ کې ۲۰۰ کسان لادرکه شول.
چارواکو همدارنګه په جمو کې د سه شنبې ورځ شدیدو ورښتونو له کبله ښوونځی او دفترونه رخصت کړي دي.
پر تلویزیون خپرو شوو انځورونو کې ښودل شوي چې یو پل د تاوې سیند ته نړيږي په داسې حال کې چې موټرونه یوه لوی سوري ته ورلويږي. په عین حال کې جمو او د هندوستان پاتې سیمو ته تللې لويې لارې هم تخریب شوي دي.
پاکستان هم په وروستیو اونیو کې د درونو ورښتونو په پایله کې راوتلو ويجاړونکو سېلابونو سخت ځپلی دی.
پاکستاني چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې شرقي ایالت، پنجاب، د سېلابونو «له ډېر زیات، آن له فوق العاده څخه هم لوړ» خطر سره مخ دی. دلیل ېې درانه ورښتونه او د هندوستان د دوو ډيمونو خوشې کول ښودلی دی.
یوه چارواکي وویل د اګست له څوارلسمې چې په پنجاب کې د سختو سېلابونو خبرداری ورکړل شوی د بېځایه شوو خلکو شمېر اوس ۱۵۰زرو ته رسېدلی، چې له ډلې ېې نژدې ۳۵زره ېې په خپله خوښه وتلي دي.