جرمنیانو لږ ګاز مصرف کړی
۱۴۰۱ آبان ۱۰, سهشنبهاعلان
د برلین د هېرټي سکول مؤسسې په حواله په تیر سپټمبر میاشت کي الماني فامیلونو او کوچنیو کارخانو ترعادي حالت ۳۶ فیصده لږ ګاز کار کړی دی. په فابریکو کي هم د ګازو مصرف ۱۹ فیصده راکم سوی دی.
پلټنو ښوولې ده، چي فابریکو د ګازو سپما وختي لا شروع کړې وه: حتی د ۲۰۲۱م کال په سپټمبر میاشت کي لا د بیو د لوړیدو په عکس العمل کي د ګازو په مصرف کي یې کموالی مشاهده سوی دی. د رپوټ لیکونکي د ګازو نور لږ استمال هم د «امکان څخه لیري» نه بولي.
خو الماني فامیلونو او کوچنیو کارخانو بیا د همدې کال له مارچ میاشتي څخه د ګازو په استعمال کي سپما شروع کړې ده، یعني د نوردسټریم پایپلاین له لاري د روسي ګازو تر کمیدو او بندیدو وروسته.