پرانفلاسیون سربیره په بلک فرای ډې کي د ښې معاملې انتظار
۱۴۰۱ آبان ۲۹, یکشنبهاعلان
د جرمني د تجارت او صنایعو اطاق (HDE) تیره جمعه وویل چي د تیرکال عین لیلامونو په مقایسه کیدلای سي معاملات او فروشات ۲۲ فیصده لوړ سي او ۵،۷ ملیارډه یورو ته ورسیږي. د دغه اطاق د رییس مرستیال، شټیفان ترومپ وویل، چي « د بلک فرای ډې او سایبر دوشنبه د لیلامونو کیسه تر اوسنیو سختو شرایطو لاندي او د رانیولو او اخیستلو سره پر لږ علاقمندۍ سربیره ادمه پیدا کوي». په خبره یې «ډیر مشتریان په همدغو دوو ورځو کي غواړي د لیلامونو او ارزانه مالونو د رانیولو څخه استفاده وکړي.»